10 مونږ ابىسلوم خپل بادشاه مقرر کړو، خو هغه په جنګ کښې وژلے شوے دے. نو څوک داؤد بادشاه واپس ولې نۀ راولى؟“
نو داؤد خپلو ټولو آفسرانو ته وفرمائيل چې کوم د هغۀ سره په يروشلم کښې وُو، ”کۀ مونږ د ابىسلوم نه تښتېدل غواړُو نو چې سمدستى وتښتُو. زر شئ. ګنې هغه به زر دلته راشى، مونږ له به شکست راکړى او په ښار کښې به هر يو کس ووژنى.“
نو بادشاه د خپلې ټول خاندان او آفسرانو سره لاړو، خو هغه خپلې لس وينځې يې پرېښودلې چې د محل خيال ساتى.
يوآب ووئيل، ”زۀ تا سره نور وخت نۀ ضائع کوم.“ هغۀ درې نېزې واخستلې او د ابىسلوم په سينه کښې يې ننويستلې چې هغه لا ژوندے وو او د څېړۍ په ونه کښې ځوړند وو،
بنى اِسرائيلو چې څۀ وئيل نو هغه خبر داؤد بادشاه ته ورسېدو. نو هغۀ صدوق او ابياتار اِمامان ولېږل چې د يهوداه د مشرانو نه تپوس وکړى، ”تاسو دې ولې هغه آخرى قبيله يئ چې د داؤد بادشاه محل ته د واپس راوستلو خيال لرئ؟
کله چې بادشاه پورې وتلو او د يهوداه ټول فوجيان او د اِسرائيل نيم فوجيان ورسره ملګرى وُو، نو هغه جِلجال ته لاړو او کِمهام هم ورسره وو.
په ټول مُلک کښې هغوئ په خپلو کښې په لانجه شول. هغوئ يو بل ته ووئيل، ”داؤد بادشاه مونږ د خپلو دشمنانو نه بچ کړُو. هغۀ مونږ د فلستيانو نه بچ کړُو، خو هغه اوس د ابىسلوم نه وتښتېدو او مُلک يې پرېښودو.
هغوئ زما د اجازت نه بغېر بادشاهان جوړ کړل، هغوئ زما د رضا نه بغېر مشران مقرر کړل. هغوئ د خپلو سرو زرو او سپينو زرو نه بُتان جوړ کړى دى او په ځان يې پخپله تباهى راوستې ده.
هغوئ جواب ورکړو، ”راځئ چې په ليس حمله وکړُو. مونږ هغه مُلک وليدو او هغه ډېر ښۀ وو. دلته هسې مۀ ايسارېږئ. زر شئ. او هغه مُلک ونيسئ.