Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم سموئيل 19:1 - Pakistani Yousafzai Pashto

1 يوآب خبر شو چې داؤد بادشاه ژاړى او د ابى‌سلوم په غم غمژن دے.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم سموئيل 19:1
9 Iomraidhean Croise  

ټول زامن او لوڼه تسلۍ ورکولو له ورله راغلل، خو په هغۀ دې تسلۍ اثر ونۀ کړو او وې فرمائيل، ”زۀ به د خپل زوئ په غم کښې تر مرګه پورې ژاړم.“ نو هغه د خپل زوئ يوسف په غم کښې غمژن وو.


خو هغه سړى ورته ووئيل، ”کۀ تا ما له زر د سپينو زرو سيکې هم راکړے وے، نو ما به د بادشاه د زوئ خِلاف لاس نۀ وو اوچت کړے. مونږ ټولو اورېدلى دى چې بادشاه تا، ابيشى او اِتى له حُکم درکړے دے چې زما په خاطر ابى‌سلوم زلمى ته نقصان مۀ رسوئ.


يوآب ووئيل، ”زۀ تا سره نور وخت نۀ ضائع کوم.“ هغۀ درې نېزې واخستلې او د ابى‌سلوم په سينه کښې يې ننويستلې چې هغه لا ژوندے وو او د څېړۍ په ونه کښې ځوړند وو،


يوآب ووئيل، ”نه، نن به تۀ پېغام نۀ وړې بله ورځ به يې يوسې، ځکه چې د بادشاه زوئ مړ دے.“


بادشاه ډېر غمژن شو. د ښار په دروازه بره کوټې ته وختلو او ژړل يې او په چغو چغو يې ژړل، ”اے زما بچيه، زما زويه، ابى‌سلومه، ابى‌سلومه، زما زويه. کاش چې ستا په ځائ زۀ مړ وے، زما زويه. ابى‌سلومه، زما زويه.“


هغۀ يوآب، ابيشى او اِتى له دا حُکم ورکړو، ”زما د خاطره ابى‌سلوم ته نقصان مۀ رسوئ.“ او چې داؤد دا حُکم خپلو آفسرانو له ورکولو نو ټولو فوجيانو واورېدو.


نو په هغه ورځ د داؤد د ټولو فوجيانو د فتحې خوشحالى په غم بدله شوه، ځکه چې هغوئ خبر شول چې بادشاه په خپل زوئ باندې غم کوى.


کم عقل زوئ د خپل پلار د غم باعث وى، او د تريخوالى باعث د هغه چا دپاره وى د چا نه چې پېدا وى.


زۀ به د داؤد په اولاد او څوک چې په يروشلم کښې اوسيږى د فضل او دُعا روح نازل کړم. هغوئ به ما ته ګورى، هغه چا ته چې دوئ په نېزه وهلے دے، او هغوئ به د هغۀ دپاره داسې ماتم وکړى لکه چې څوک په خپل ايکې يو ماشوم ماتم کوى، او ډېر سخت به خفه شى لکه د چا چې اولنے زوئ مړ شوے وى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan