Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم سموئيل 18:9 - Pakistani Yousafzai Pashto

9 ابى‌سلوم ناڅاپه د داؤد يو څو سړو سره مِلاو شو. ابى‌سلوم په يو قچر باندې سور وو او قچر د څېړۍ يوې لوئې ونې لاندې ننوتلو، نو د ابى‌سلوم سر په څانګو کښې ونښتو. قچر منډه کړه او ابى‌سلوم په هوا کښې ترې نه ځوړند پاتې شو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم سموئيل 18:9
18 Iomraidhean Croise  

نو نوکرانو د ابى‌سلوم په خبره عمل وکړو او امنون يې ووژلو. د داؤد باقى نور ټول زامن په خپلو قچرو باندې سوارۀ شول او وتښتېدل.


د هغۀ وېښتۀ ګڼ وُو او هغۀ به دا په کال کښې يو ځل واړۀ کول، کله به چې دا اوږدۀ او درانۀ شول. دا د بادشاه د وزن د معيار په مطابق دوه کلو درانۀ وُو.


کله چې اخى‌تُفل ته پته ولګېده چې د هغۀ په مشوره عمل نۀ دے شوے، نو هغۀ خپل خر کته کړو او خپل ښار ته واپس لاړو. کله چې هغۀ خپلې ټولې معاملې هوارې کړې نو هغۀ خپل ځان پهانسى کړو او مړ شو. هغه د خپل خاندان په اديره کښې ښخ شو.


د داؤد يو سړى هغه وليدو او يوآب يې خبر کړو، ”صاحِبه، ما ابى‌سلوم وليدو چې د څېړۍ په ونه کښې ځوړند وو.“


يوآب ووئيل، ”زۀ تا سره نور وخت نۀ ضائع کوم.“ هغۀ درې نېزې واخستلې او د ابى‌سلوم په سينه کښې يې ننويستلې چې هغه لا ژوندے وو او د څېړۍ په ونه کښې ځوړند وو،


جنګ په ټول مُلک کښې خور شو او چې په جنګ کښې څومره سړى مړۀ وُو نو د هغې نه زيات په ځنګل کښې مړۀ شول.


افت په ګناهګارو خلقو نۀ راغورزيږى څۀ، او مصيبت په هغه خلقو چې څوک بدعمله وى؟


کۀ يو انسان چرې په خپل مور پلار لعنت کوى، د هغۀ د ژوند چراغ به په توره تيارۀ کښې ختم شى.


هغه سترګې چې د خپل پلار پورې ټوقې کوى، او خپلې مور ته سپک ګورى، نو د صحرا په ټپوسانو به راويستلے شى، او لاش به يې د صحرا د ګنجۍ خوراک شى.


هر څوک چې د دهشت نه وتښتى نو په کنده کښې به وغورزيږى. څوک چې د کندې نه راوچت شى نو په دام کښې به ګرفتار شى، ځکه چې زۀ په موآب باندې د سزا وخت راولم، مالِک خُدائ فرمائى.


نو هغۀ بيا د سپينو زرو سيکې د خُدائ په کور کښې په زمکه وغورزولې او د هغوئ نه روان شو، او خپل ځان يې پانسى کړو.


ځکه چې موسىٰ وفرمائيل، ”د خپل مور او پلار عزت کوئ،“ او، ”هر څوک چې خپل مور يا پلار ته بدرد وائى هغه دې قتل کړے شى.“


مسيح مونږ په بيعه واخستو او د شريعت د لعنت نه يې آزاد کړُو ځکه چې هغه زمونږ دپاره لعنتى شو، ځکه چې په صحيفو کښې ليکلے شوى دى چې، ”څوک چې په ونه کښې راځوړند کړے شى هغه لعنتى دے.“


نو هغه دې د شپې هلته نۀ شى پرېښودلے. هغه دې خامخا هم په هغه ورځ ښخ کړے شى، ځکه چې يو داسې مړے چې په ونه کښې ځوړند وى هغه په مُلک باندې د خُدائ پاک لعنت راولى. هغه مړے ښخ کړئ، نو تاسو به هغه مُلک پليت نۀ کړئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې تاسو له په ميراث کښې درکوى.


د خُدائ پاک لعنت دې وى په هغه چا څوک چې د خپل مور پلار بې‌عزتى کوى. نو ټول قوم به په جواب کښې ووائى، آمين.


د خُدائ پاک لعنت دې وى په هغه چا څوک چې د خپل پلار د ښځې سره زنا کوى، او د خپل پلار بې‌عزتى کوى. نو ټول قوم به په جواب کښې ووائى، آمين.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan