Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم سموئيل 18:8 - Pakistani Yousafzai Pashto

8 جنګ په ټول مُلک کښې خور شو او چې په جنګ کښې څومره سړى مړۀ وُو نو د هغې نه زيات په ځنګل کښې مړۀ شول.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم سموئيل 18:8
10 Iomraidhean Croise  

بنى اِسرائيلو د داؤد د سړو نه شکست وخوړو، او دا دومره سخت شکست وو چې په هغه ورځ شل زره سړى ووژلے شول.


ابى‌سلوم ناڅاپه د داؤد يو څو سړو سره مِلاو شو. ابى‌سلوم په يو قچر باندې سور وو او قچر د څېړۍ يوې لوئې ونې لاندې ننوتلو، نو د ابى‌سلوم سر په څانګو کښې ونښتو. قچر منډه کړه او ابى‌سلوم په هوا کښې ترې نه ځوړند پاتې شو.


او باقى ژوندى پاتې شوى افيق ښار ته وتښتېدل، چرته چې د هغوئ په اوويشت زره سړو باندې د ښار دېوالونه راوغورزېدل. بِن‌حدد هم ښار ته وتښتېدو او د يو کور په دنننۍ کوټه کښې پټ شو.


مالِکه خُدايه پاڅه، خُدايه ما ترې خلاص کړه، د دشمن مې ژامنې ماتې کړه، غاښونه د بدعملو مات کړه.


اے پاکه خُدايه، ما بې‌ګناه وګرځوه، د بې‌ايمانه خلقو په خلاف زما په حق کښې فېصله واوروه، خو تۀ ما ته د بدکارانو او ټګمارانو نه خلاصون راکوه.


خو تا پوکے ورکړو او درياب هغوئ ډُوب کړل، مِصريان په زورَورو اوبو کښې د سيکې په شان ډُوب شول.


زما زويه، د مالِک خُدائ او د بادشاه نه يرېږه، او د باغيانو سره ملګرتيا مۀ کوه،


ځکه چې دا دواړه به ناڅاپه تباهى ورنازله کړى نو څوک د دې اندازه لګولے شى چې څۀ قسمه تباهى به په دوئ راولېږى؟


په کوم وخت کښې چې اموريان د بنى اِسرائيلو نه لاندې درې ته تښتېدل، نو مالِک خُدائ تر عزيقه پورې په هغوئ باندې لويه ږلۍ ووروله. په ږلۍ باندې د هغې نه هم زيات مړۀ شول چې څومره بنى اِسرائيلو وژلى وُو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan