7 بنى اِسرائيلو د داؤد د سړو نه شکست وخوړو، او دا دومره سخت شکست وو چې په هغه ورځ شل زره سړى ووژلے شول.
ابىسلوم داسې د هر يو بنى اِسرائيلى سره کول چې هغه به د اِنصاف دپاره بادشاه له ورتلو، نو داسې هغۀ د بنى اِسرائيلو زړونه وګټل.
د داؤد لښکر مېدان ته لاړو او د اِفرائيم په ځنګل کښې يې د بنى اِسرائيلو سره جنګ وکړو.
جنګ په ټول مُلک کښې خور شو او چې په جنګ کښې څومره سړى مړۀ وُو نو د هغې نه زيات په ځنګل کښې مړۀ شول.
بيا سخت جنګ شروع شو او ابنير او بنى اِسرائيلو د داؤد د سړو نه شکست وخوړو.
ابنير يوآب راوغوښتو او ورته يې ووئيل، ”مونږ به د تل دپاره جنګ کوُو څۀ؟ تا ته پته نۀ لګى څۀ چې د دې اَنجام به ډېر خراب وى؟ مونږ ستاسو اِسرائيلى وروڼه يُو. خو هغه وخت به کله وى چې تۀ خپلو سړو له حُکم ورکړې چې په مونږ پسې نۀ راځى؟“
خو د داؤد سړو د بنيامين قبيلې د ابنير درې سوه شپېتۀ سړى وژلى وُو.
هغه چا ته څوک چې بادشاهانو له فتح ورکوى، څوک چې خپل خِدمتګار داؤد ته د وژونکې تُورې نه خلاصون ورکوى.
په دې يقين وکړئ، چې بدکاران به بېسزا پاتې نۀ شى، خو هغوئ څوک چې صادقان دى هغوئ به آزاد وى.
زما زويه، د مالِک خُدائ او د بادشاه نه يرېږه، او د باغيانو سره ملګرتيا مۀ کوه،