6 د داؤد لښکر مېدان ته لاړو او د اِفرائيم په ځنګل کښې يې د بنى اِسرائيلو سره جنګ وکړو.
ابىسلوم او د هغۀ سړو د جِلعاد په مُلک کښې خېمې لګولې وې.
بنى اِسرائيلو د داؤد د سړو نه شکست وخوړو، او دا دومره سخت شکست وو چې په هغه ورځ شل زره سړى ووژلے شول.
يشوَع ورته وفرمائيل، ”کۀ تاسو ډېر زيات يئ او د اِفرائيم د غرونو مُلک ستاسو دپاره کافى نۀ وى، نو بيا ځنګلو ته لاړ شئ او د فرزيانو او رفائيم په مُلک کښې د خپلو ځانونو دپاره زمکه صفا کړئ.“
د غرونو مُلک به ستاسو شى، اګر چې دا يو ځنګل دے، تاسو به دا صفا کړئ او د يو سر نه تر بل سَره پورې به يې ونيسئ. کۀ کنعانيان هر څومره تکړه هم وى او ورسره د اوسپنې جنګى ګاډۍ وى خو تاسو به بيا هم هغوئ وشړئ.“