5 هغۀ يوآب، ابيشى او اِتى له دا حُکم ورکړو، ”زما د خاطره ابىسلوم ته نقصان مۀ رسوئ.“ او چې داؤد دا حُکم خپلو آفسرانو له ورکولو نو ټولو فوجيانو واورېدو.
نو داؤد ابيشى او خپلو ټولو آفسرانو ته وفرمائيل، ”زما خپل زوئ زما د وژلو کوشش کوى، تاسو په دې بنيامينى باندې ولې حېرانېږئ؟ مالِک خُدائ ورته فرمائيلى دى چې ما ته کنځلې وکړى، نو هغه پرېږدئ چې هم داسې کوى.
ابىسلوم او ټولو بنى اِسرائيلو ووئيل، ”د حوسى مشوره د اخىتُفل د مشورې نه ښۀ ده.“ مالِک خُدائ دا فېصله کړې وه چې د اخىتُفل ښۀ مشوره به نۀ شى منلے، نو داسې هغه به په ابىسلوم باندې تباهى راولى.
خو هغه سړى ورته ووئيل، ”کۀ تا ما له زر د سپينو زرو سيکې هم راکړے وے، نو ما به د بادشاه د زوئ خِلاف لاس نۀ وو اوچت کړے. مونږ ټولو اورېدلى دى چې بادشاه تا، ابيشى او اِتى له حُکم درکړے دے چې زما په خاطر ابىسلوم زلمى ته نقصان مۀ رسوئ.
يوآب خبر شو چې داؤد بادشاه ژاړى او د ابىسلوم په غم غمژن دے.
څومره چې پلار په خپلو بچو باندې مهربان وى، نو دومره مالِک خُدائ په هغوئ مهربانه دے څوک چې د هغۀ نه يريږى.
عيسىٰ وفرمائيل، ”پلاره، دوئ معاف کړه. ځکه چې هغوئ نۀ پوهيږى چې څۀ کوى.“ سپاهيانو د هغۀ په جامو خسڼے واچولو او په خپلو کښې يې وويشلې.