4 بادشاه ورته وفرمائيل، ”څۀ چې تاسو ته ښۀ ښکارى نو زۀ به هم هغه شان کوم.“ نو چې کله د هغۀ سړى د زرګونو او سلګونو په ډلو کښې روان وُو نو هغه د ښار د دروازې په خوا کښې ايسار شو.
داؤد بادشاه خپل ټول سړى راغونډ کړل او د زرو او سلو کسانو په ډلو کښې يې تقسيم کړل او په دوئ باندې يې د مشرۍ دپاره آفسران مقرر کړل.
داؤد ښار ته د ننوتو او بهر ته راوتو دروازو په مينځ کښې ناست وو. محافظ د دېوال سر ته وختلو او د دروازې په خولۀ کښې په چت باندې ودرېدو، هغۀ بهر وکتل او وې وليدل چې يو سړے يواځې منډې راوهى.
هغۀ يوآب، ابيشى او اِتى له دا حُکم ورکړو، ”زما د خاطره ابىسلوم ته نقصان مۀ رسوئ.“ او چې داؤد دا حُکم خپلو آفسرانو له ورکولو نو ټولو فوجيانو واورېدو.
هغه به هغه کسانو له د اِنصاف جذبه ورکړى چې څوک د قاضيانو په توګه کار کوى او هغوئ له به حوصله ورکړى چې څوک د حملې نه د ښار د دروازو حِفاظت کوى.
پينځۀ فلستى بادشاهان د خپلو سوونو او زرګونو سړو د ډلو سره لاړل، داؤد او د هغۀ سړى د اکيس بادشاه سره شا ته روان وُو.