Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم سموئيل 18:33 - Pakistani Yousafzai Pashto

33 بادشاه ډېر غمژن شو. د ښار په دروازه بره کوټې ته وختلو او ژړل يې او په چغو چغو يې ژړل، ”اے زما بچيه، زما زويه، ابى‌سلومه، ابى‌سلومه، زما زويه. کاش چې ستا په ځائ زۀ مړ وے، زما زويه. ابى‌سلومه، زما زويه.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم سموئيل 18:33
11 Iomraidhean Croise  

دې مسئلې اِبراهيم ډېر پرېشانه کړو، ځکه چې اِسمٰعيل خو هم د هغۀ زوئ وو.


يوآب ته پته ولګېده چې د داؤد بادشاه ابى‌سلوم ډېر زيات ياديږى،


يوآب خبر شو چې داؤد بادشاه ژاړى او د ابى‌سلوم په غم غمژن دے.


بادشاه خپل مخ پټ کړے وو او په چغو چغو يې ژړل، ”اے زما زويه، زما زويه ابى‌سلومه. ابى‌سلومه، زما زويه.“


څومره چې پلار په خپلو بچو باندې مهربان وى، نو دومره مالِک خُدائ په هغوئ مهربانه دے څوک چې د هغۀ نه يريږى.


اوس زۀ تا ته سوال کوم چې د هغوئ ګناه معاف کړه، خو کۀ تا داسې ونۀ کړل، نو بيا تۀ زما نوم د هغه کِتاب نه وران کړه چې په هغې کښې دې د خپلو خلقو نومونه ليکلى دى.“


دا د سليمان متلونه دى، يو هوښيار زوئ خپل پلار له خوشحالى ورکوى، خو کم عقل زوئ خپلې مور له غم ورکوى.


کم عقل زوئ د خپل پلار د غم باعث وى، او د تريخوالى باعث د هغه چا دپاره وى د چا نه چې پېدا وى.


ځکه چې زما دا خواهش دے چې زۀ دې د خپلو خلقو او د انسانى فطرت په مطابق چې زما رشته‌دار دى د هغوئ د خاطره لعنتى شم او د دوئ دپاره دې زۀ د مسيح نه جدا شم.


الياس زمونږ په شان انسان وو، او هغۀ ډېر په جوش سره دُعا وغوښته چې باران دې ونۀ وريږى، او تر درې نيمو کالو پورې په زمکه باران ونۀ ورېدلو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan