Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم سموئيل 18:31 - Pakistani Yousafzai Pashto

31 بيا هغه د ايتهوپيا غلام راورسېدو او بادشاه ته يې ووئيل، ”بادشاه سلامت، ستا دپاره ما سره يو زېرے دے، مالِک خُدائ تا له نن په هغه ټولو باندې فتح درکړې ده چا چې ستا خِلاف بغاوت کړے دے.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم سموئيل 18:31
11 Iomraidhean Croise  

بيا د صدوق زوئ اخيمعض يوآب ته ووئيل، ”ما پرېږده چې د دې زېرى سره بادشاه له ورمنډه کړم چې مالِک خُدائ هغه د خپلو دشمنانو نه بچ کړے دے.“


اخيمعض بادشاه ته آواز وکړو، د هغۀ په مخکښې زمکې ته ټيټ شو او وې وئيل، ”د مالِک خُدائ ستا د خُدائ پاک ثناء صِفت دې وى، بادشاه سلامت. هغۀ تا له په هغه سړو باندې فتح درکړې ده چا چې ستا خِلاف بغاوت کړے وو.“


بادشاه ورته وفرمائيل، ”هلته ودرېږه.“ نو هغه لاړو او هلته ودرېدو.


صادقان به خوشحاله شى کله چې دوئ انتقام وګورى، نو خپلې پښې به د شريرانو په وينو کښې ووينځى.


نو دانيال، چې بل نوم يې بيلطشضر وو، په دې دومره هيبت واخستو چې د څۀ وخت دپاره هيڅ يې هم نۀ شو فرمائيلے، او د هغۀ سوچ هغه وارخطا کړو. نو بادشاه هغۀ ته ووئيل، ”بيلطشضره، په دې خوب او د هغې په مطلب مۀ خفه کېږه.“ خو بيلطشضر ورته په جواب کښې وفرمائيل، ”بادشاه سلامت، زۀ غواړم چې دا خوب او د دې تعبير دې ستا دپاره نه بلکې ستا د دشمنانو دپاره وى.


مالِکه خُدايه، ستا ټول دشمنان دې هم داسې مړۀ شى، خو ستا دوستان دې د خپل ټول زور سره د ختونکى نمر په شان وځليږى.“ او څلوېښت کاله په هغه مُلک کښې امن وو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan