30 بادشاه ورته وفرمائيل، ”هلته ودرېږه.“ نو هغه لاړو او هلته ودرېدو.
بادشاه تپوس وکړو، ”ولې هغه زلمے ابىسلوم بچ دے؟“ اخيمعض ورته ووئيل، ”بادشاه سلامت، کله چې ستا آفسر يوآب زۀ ولېږلم، نو ما د خلقو يوه لويه ګڼه وليده، خو ما ته پته ونۀ لګېده چې دا د څۀ ګڼه وه.“
بيا هغه د ايتهوپيا غلام راورسېدو او بادشاه ته يې ووئيل، ”بادشاه سلامت، ستا دپاره ما سره يو زېرے دے، مالِک خُدائ تا له نن په هغه ټولو باندې فتح درکړې ده چا چې ستا خِلاف بغاوت کړے دے.“