Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم سموئيل 18:29 - Pakistani Yousafzai Pashto

29 بادشاه تپوس وکړو، ”ولې هغه زلمے ابى‌سلوم بچ دے؟“ اخيمعض ورته ووئيل، ”بادشاه سلامت، کله چې ستا آفسر يوآب زۀ ولېږلم، نو ما د خلقو يوه لويه ګڼه وليده، خو ما ته پته ونۀ لګېده چې دا د څۀ ګڼه وه.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم سموئيل 18:29
6 Iomraidhean Croise  

اخيمعض ورته بيا بيا وئيل، ”چې څۀ کيږى نو هغه به کيږى خو ما پرېږده چې خبر يوسم.“ يوآب ترې نه تپوس وکړو، ”زما زويه، تۀ داسې ولې کوې؟ تا ته به د دې هيڅ فائده مِلاو نۀ شى.“


بادشاه ورته وفرمائيل، ”هلته ودرېږه.“ نو هغه لاړو او هلته ودرېدو.


بادشاه تپوس وکړو، ”هغه زلمے ابى‌سلوم بچ دے څۀ؟“ غلام ورته ووئيل، ”بادشاه سلامت، زۀ غواړم چې په هغۀ باندې څۀ شوى دى چې هغه ستا په ټولو دشمنانو او په هغوئ باندې شوى وے چا چې د بادشاه خِلاف بغاوت کړے دے.“


يوآب عماسا ته ووئيل، ”زما ملګريه څنګه يې؟“ او د چل دپاره يې خپل ښے لاس د هغۀ ږيرې له وروړلو چې ښُکل يې کړى.


هغې له تېز ورشه او دا معلوم کړه چې هغه، د هغې خاوند، د هغې زوئ په خېر دى.“ هغه ښځې جيحازى ته ووئيل، ”آو، هر څۀ په خير دى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan