27 محافظ ووئيل، ”هغه وړومبے سړے داسې منډې وهى لکه چې اخيمعض وى.“ بادشاه ورته وفرمائيل، ”هغه ښۀ سړے دے او هغه به يو ښۀ زېرے راوړى.“
محافظ يو بل سړے وليدو چې يواځې يې منډې وهلې او هغۀ لاندې د دروازې محافظ ته آواز وکړو، ”ګوره، يو بل سړے هم منډې راوهى.“ بادشاه ورته وفرمائيل، ”هغۀ هم زېرے راروان کړے دے.“
هغۀ لا خبره ختمه کړې نۀ وه چې د ابياتار اِمام زوئ يونتن راورسېدو. ادونياه ورته ووئيل، ”دننه راشه، ستا په شان ښۀ سړے به خامخا يو ښۀ زېرے راوړى.“
محافظ يو ځل بيا خبر ولېږلو چې پېغام وړونکے هغه قبيلې ته رسېدلے دے خو واپس رانۀ غلو. او هغۀ دا هم ووئيل، ”هغه خپله جنګى ګاډۍ د ليونى په شان چلوى، لکه چې ياهُو وى.“
يو باورى پېغام وړونکے لکه د لو په موسم کښې د واورې د يخوالى په شان دے د هغه چا دپاره څوک چې هغه استوى، او هغه د خپل مالِک زړۀ يخوى.
لکه يخې اوبۀ چې د ستړى زړۀ دپاره ښې وى نو دغه شان يو ښۀ زېرے د لرې مُلک نه دے.
د هغوئ قدمونه څومره ښکلې دى چې په غرونو باندې روان دى او زېرے راوړى. ځکه چې هغه به د امن و امان پېغام او د خلاصون اعلان کوى، او صيون ته به وائى، ”ستا خُدائ پاک بادشاه دے.“
او هغوئ به څنګه د هغۀ پېغام ورکړى ترڅو چې هغوئ ونۀ لېږلے شى؟ لکه چې په صحيفو کښې ليکلے شوى دى، ”د هغوئ قدمونه څومره ښکلى دى څوک چې زيرے راوړى.“