Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم سموئيل 18:22 - Pakistani Yousafzai Pashto

22 اخيمعض ورته بيا بيا وئيل، ”چې څۀ کيږى نو هغه به کيږى خو ما پرېږده چې خبر يوسم.“ يوآب ترې نه تپوس وکړو، ”زما زويه، تۀ داسې ولې کوې؟ تا ته به د دې هيڅ فائده مِلاو نۀ شى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم سموئيل 18:22
6 Iomraidhean Croise  

بيا هغۀ خپل د ايتهوپيا غلام ته ووئيل، ”لاړ شه تا چې څۀ ليدلى وى هغه بادشاه ته ووايه.“ غلام ټيټ شو او منډه يې کړه.


اخيمعض بيا ووئيل، ”چې څۀ هم کيږى زۀ تلل غواړم.“ يوآب ورته ووئيل، ”نو بيا لاړ شه.“ نو اخيمعض لاندې د اُردن په مېدان کښې په سړک باندې منډه کړه او زر د غلام نه مخکښې تېر شو.


بادشاه تپوس وکړو، ”ولې هغه زلمے ابى‌سلوم بچ دے؟“ اخيمعض ورته ووئيل، ”بادشاه سلامت، کله چې ستا آفسر يوآب زۀ ولېږلم، نو ما د خلقو يوه لويه ګڼه وليده، خو ما ته پته ونۀ لګېده چې دا د څۀ ګڼه وه.“


فِرعون ترې نه تپوس وکړو، ”دلته تا ته د څۀ کمے دے؟ چې واپس خپل کور ته تلل غواړې.“ حدد فِرعون له جواب ورکړو، ”نه، بس ما له د تلو اجازت راکړه.“


او څنګه چې هغوئ د خُدائ پاک پېژندل خوښ نۀ کړل نو خُدائ پاک هم هغوئ خپلو باطلو خيالاتو ته پرېښودل چې په هم دې بدعملۍ آخته وى.


دغه شان بې‌حيا، پليتې خبرې او ګنده ټوقې مۀ کوئ، ځکه چې دا بې‌ځايه خبرې دى. د دې په ځائ د خُدائ پاک شُکر ادا کوئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan