20 يوآب ووئيل، ”نه، نن به تۀ پېغام نۀ وړې بله ورځ به يې يوسې، ځکه چې د بادشاه زوئ مړ دے.“
بيا د صدوق زوئ اخيمعض يوآب ته ووئيل، ”ما پرېږده چې د دې زېرى سره بادشاه له ورمنډه کړم چې مالِک خُدائ هغه د خپلو دشمنانو نه بچ کړے دے.“
بيا هغۀ خپل د ايتهوپيا غلام ته ووئيل، ”لاړ شه تا چې څۀ ليدلى وى هغه بادشاه ته ووايه.“ غلام ټيټ شو او منډه يې کړه.
محافظ ووئيل، ”هغه وړومبے سړے داسې منډې وهى لکه چې اخيمعض وى.“ بادشاه ورته وفرمائيل، ”هغه ښۀ سړے دے او هغه به يو ښۀ زېرے راوړى.“
بادشاه تپوس وکړو، ”ولې هغه زلمے ابىسلوم بچ دے؟“ اخيمعض ورته ووئيل، ”بادشاه سلامت، کله چې ستا آفسر يوآب زۀ ولېږلم، نو ما د خلقو يوه لويه ګڼه وليده، خو ما ته پته ونۀ لګېده چې دا د څۀ ګڼه وه.“
بادشاه ډېر غمژن شو. د ښار په دروازه بره کوټې ته وختلو او ژړل يې او په چغو چغو يې ژړل، ”اے زما بچيه، زما زويه، ابىسلومه، ابىسلومه، زما زويه. کاش چې ستا په ځائ زۀ مړ وے، زما زويه. ابىسلومه، زما زويه.“
هغۀ يوآب، ابيشى او اِتى له دا حُکم ورکړو، ”زما د خاطره ابىسلوم ته نقصان مۀ رسوئ.“ او چې داؤد دا حُکم خپلو آفسرانو له ورکولو نو ټولو فوجيانو واورېدو.
يوآب خبر شو چې داؤد بادشاه ژاړى او د ابىسلوم په غم غمژن دے.