2 بيا يې هغوئ په درېو ډلو کښې ولېږل، چې د هرې يوې قبيلې خپل مشر وو، يوآب او د يوآب ورور ابيشے او د جات اِتے وو. او بادشاه خپلو سړو ته وفرمائيل، ”زۀ به په خپله تاسو سره ځم.“
زما مشوره دا ده چې د مُلک د يو سر نه تر بل سره پورې ټول بنى اِسرائيليان راغونډ کړه، لکه چې د سمندر په غاړه څومره شګې دى، د دې دپاره چې تۀ په خپله په جنګ کښې د هغوئ نه مخکښې لاړ شې.
خو د ضروياه زوئ ابيشے د داؤد د مدد دپاره راغلو او په دېو باندې يې حمله وکړه او وې وژلو. بيا د داؤد سړو د داؤد نه لوظ واخستلو چې هغه به بيا هيڅکله د هغوئ سره جنګ له نۀ ځى. هغوئ ووئيل، ”تۀ د بنى اِسرائيلو دپاره لکه د رڼا اُميد يې او مونږ دا رڼا ختمېدل نۀ غواړُو.“
د يوآب ورور ابيشے چې د هغۀ مور ضروياه وه د هغه دېرشو مشر وو. هغۀ د خپلې نېزې سره د درېو سوو سړو خِلاف جنګ وکړو او وې وژل او د دې په وجه هغه د هغه درېو کسانو په شان مشهور شو.
يوآب د لښکر مشر وو چې د هغۀ مور ضروياه وه، د اخيلود زوئ يهوسفط منشى وو،
يوآب په مخکښېنى بغاوت کښې د ابىسلوم ملګرتيا نۀ وه کړې، خو د ادونياه د بغاوت ملګرتيا يې کړې وه. کله چې يوآب د ادونياه د مرګ نه خبر شو، نو يوآب د مالِک خُدائ د حضور خېمې ته وتښتېدو او د قربانګاه ښکر يې ونيول.
يره ترې نه نۀ کوم هغوئ کۀ هر څومره ډېر وى کۀ زۀ په کښې د هرې خوا نه ګېر يم.
هغۀ درې سوه سړى په درېو ډلو کښې تقسيم کړل او هر يو سړى له يې يو بيګل او يو منګے ورکړو چې په کښې به چراغ وو.
جدعون او د هغۀ سل سړى د نيمې شپې نه لږ مخکښې د خېمو غاړې ته راغلل، هم په هغه وخت پهره دار بدل شوى وُو. بيا هغوئ بيګلې وغږولې او چې د هغوئ سره کوم منګى وُو نو هغه يې مات کړل،
نو هغۀ خپل سړى بوتلل، په درېو ډلو کښې يې تقسيم کړل، په پټو کښې پټ شول او اِنتظار يې کولو. کله چې هغۀ وليدل چې خلق د ښار نه بهر روان دى، نو هغه د پټ ځائ نه د هغوئ د وژلو دپاره راووتلو.
په هغه شپه ساؤل خپل سړى په درېو ډلو کښې تقسيم کړل او هغوئ سحر وختى د دشمن په خېمو باندې تېز ورغلل او په عمونيانو باندې يې حمله وکړه. تر غرمې پورې يې ټول وژلى وُو. ژوندى پاتې کسان خوارۀ وارۀ شول، هر يو سړى په خپله مخه منډې وهلې.