Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم سموئيل 18:18 - Pakistani Yousafzai Pashto

18 ابى‌سلوم په خپل ژوند کښې د خپل ځان دپاره په شاهى وادۍ کښې يو يادګار جوړ کړے وو، ځکه چې د هغۀ زامن نۀ وُو چې د هغۀ نوم ژوندے پاتې شى. نو په دې باندې يې خپل نوم کېښودو او تر نن ورځې پورې دا د ابى‌سلوم په يادګار مشهور دے.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم سموئيل 18:18
13 Iomraidhean Croise  

نو دوئ ووئيل، ”راځئ چې اوس يو ښار او دومره لوئ برج جوړ کړُو چې آسمان ته ورسيږى، نو مونږ به مشهور شُو او په ټوله دُنيا کښې به خوارۀ وارۀ هم نۀ شُو.“


نو د هغه ښار نوم بابل شو، ځکه چې مالِک خُدائ هلته د خلقو ژبه ګډه وډه کړه او د هغه ځائ نه يې په ټوله زمکه خوارۀ وارۀ کړل.


چې کله ابرام په کِدرلاعُمر او په نورو بادشاهانو د فتح موندلو نه پس واپس راغلو، نو د سدوم بادشاه د سِوى مېدان ته ورله ستړى مشى له راغلو (چې بل نوم يې د بادشاهانو مېدان دے).


د ابى‌سلوم درې زامن او يوه يې لور تامار وه چې هغه ډېره ښائسته جينۍ وه.


په دُنيا کښې دې د هغۀ نسل ختم شى، او په راتلونکى نسل کښې دې د هغۀ نوم ختم شى.


قبر د هغوئ ابدى کور دے، چرته چې به هغوئ د تل دپاره وى، کۀ څۀ هم چې هغوئ جائيدادونه په خپل نوم خېژولى دى.


تۀ دلته څۀ کوې؟ تا له دلته د خپل قبر جوړولو اجازت چا درکړے دے؟ تۀ څوک يې چې دلته به د ځان دپاره په اوچت ځائ کښې مزار جوړ کړې او په ګټ کښې د ځان دپاره قبر جوړ کړې؟


مالِک خُدائ دا فرمائى چې، ”دا کس په بې‌اولادو کښې حساب کړه، دا کس به په خپل ټول ژوند کښې نۀ خوشحاله او نۀ آباد شى. د هغۀ د اولاد نه به څوک هم آباد نۀ شى، او يو به هم نۀ د داؤد په تخت کښېنى، او نۀ به په يهوداه کښې حکومت وکړى.“


هغۀ ووئيل چې، ”ولې دا هغه لوئ د بابل ښار نۀ دے کوم چې د بادشاهانو د اوسېدو دپاره ما په خپل زور طاقت سره د خپل جلال او شان شوکت د څرګندېدو دپاره آباد کړے دے؟“


نوبح حمله وکړه او د قنات ښار او د دې کلى يې ونيول او خپل نوم ”نوبح“ يې پرې کېښودو.


په ورپسې سحر وختى هغه د ساؤل لټولو له لاړو. هغه خبر شو چې ساؤل د کرمل ښار ته تلے وو، چرته چې هغۀ د ځان دپاره يادګارى ستنه جوړه کړه او بيا جِلجال ته لاړو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan