Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم سموئيل 18:17 - Pakistani Yousafzai Pashto

17 هغوئ د ابى‌سلوم لاش واخستلو او په ځنګل کښې يې په يوه ډُوبه کنده کښې وغورزولو او د کاڼو په يو ډېرى باندې يې پټ کړو. ټول بنى اِسرائيليان خپلو کورونو ته وتښتېدل.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم سموئيل 18:17
15 Iomraidhean Croise  

يوآب د بادشاه کور ته لاړو او ورته يې ووئيل، ”تا نن خپل هغه سړى سپک کړى دى چا چې ستا، ستا د زامنو، لوڼو، ستا د ښځو او ستا د وينځو ژوند بچ کړے وو.


نو بادشاه پاڅېدو، لاړو او د ښار د دروازې سره نزدې کښېناستو. د هغۀ سړى خبر شول چې هغه هلته دے او ټول ترې نه ګېرچاپېره راټول شول. په دې دوران کښې ټول بنى اِسرائيليان خپلو کورونو ته تښتېدلى وُو.


په ټول مُلک کښې هغوئ په خپلو کښې په لانجه شول. هغوئ يو بل ته ووئيل، ”داؤد بادشاه مونږ د خپلو دشمنانو نه بچ کړُو. هغۀ مونږ د فلستيانو نه بچ کړُو، خو هغه اوس د ابى‌سلوم نه وتښتېدو او مُلک يې پرېښودو.


په جِلجال کښې داسې وشول چې د بنيامين د قبيلې يو بدمعاش سړے وو. هغه د بِکرى زوئ وو او نوم يې شيبا وو. هغۀ بيګل وغږولو او چغه يې کړه، ”نۀ به د داؤد نه په ميراث کښې مونږ ته څۀ مِلاو شى او نۀ مونږ ته د هغۀ نه د مِلاوېدو څۀ اُميد شته. اے بنى اِسرائيلو راځئ چې خپلو کورونو ته ځُو.“


بيا هغه د خپلې منصوبې سره د ښار خلقو له لاړه، هغوئ د شيبا سر پرې کړو او يوآب ته يې د دېوال نه وروغورزولو. هغۀ د دې دپاره بيګل وغږولو چې د هغۀ سړى د ښار نه لاړ شى، نو هغوئ واپس کورونو ته لاړل. او يوآب واپس بادشاه له يروشلم ته راغلو.


د امصياه لښکر شکست وخوړو او د هغۀ ټول فوجيان خپلو کورونو ته وتښتېدل.


نو يهورام د خپلو ټولو جنګى ګاډو سره صعير ته روان شو، چې هلته ادومى فوجيانو هغوئ محاصره کړل. د شپې هغۀ او د هغۀ د جنګى ګاډو مشرانو محاصره ماته کړه او وتښتېدل او د هغۀ فوجيان خپلو کورونو ته واپس شول.


د نېکانو يادول د برکت سبب ګرځى، خو د بد کاره نوم به فنا شى.


هغوئ دې مشرانو ته داسې ووائى، ”زمونږ زوئ ضدى او سرکشه دے او زمونږ خبره نۀ منى، هغه فضول خرچه او شرابى دے.“


نو د ښار سړى دې هغه سنګسار کړى چې مړ شى. نو تاسو به د دې بدکارۍ نه خلاص شئ. په بنى اِسرائيلو کښې به ټول خلق د دې نه خبر شى او وبه يريږى.


د نمرپرېواتو په وخت کښې يشوَع حُکم وکړو او د هغوئ لاشونه راکوز کړے شول او هم په هغه غار کښې وغورزولے شول چرته چې هغوئ مخکښې پټ وُو. د غار په خولۀ باندې لوئ کاڼى کېښودلے شول او هغوئ تر اوسه پورې هلته دى.


هغوئ د هغۀ دپاسه د کاڼو يو غټ ډېرے جوړ کړو کوم چې تر نن ورځې پورې هلته دے. نو د مالِک خُدائ غصه سړه شوه او په دې وجه دغه ځائ ته تر اوسه پورې د مصيبت وادى وئيلے شى.


هغۀ د عى بادشاه د يوې ونې سره پهانسى کړو او تر ماښامه پورې يې هلته پرېښودو. په ماښام کښې يشوَع حُکم وکړو چې د هغۀ لاش دې لرې کړے شى او د ښار دروازې سره دې وغورزولے شى. هغوئ هغه د کاڼو د غټ ډېرى لاندې پټ کړو کوم چې تر نن ورځې پورې هلته دے.


فلستيان سخت وجنګېدل او بنى اِسرائيلو له يې شکست ورکړو، چې هغوئ په منډه خپلو کورونو ته لاړل. دا يو لوئ قتلِ عام وو. او دېرش زره بنى اِسرائيلى فوجيان ووژلے شول.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan