14 يوآب ووئيل، ”زۀ تا سره نور وخت نۀ ضائع کوم.“ هغۀ درې نېزې واخستلې او د ابىسلوم په سينه کښې يې ننويستلې چې هغه لا ژوندے وو او د څېړۍ په ونه کښې ځوړند وو،
نو ستا اولاد به همېشه په جنګ جګړو کښې آخته وى ځکه چې تا زما سپکاوے کړے دے چې د اورِياه ښځه دې بوتله.
نو ابىسلوم خپلو نوکرانو ته ووئيل، ”ګورئ، د يوآب پټے زما سره نزدې دے او اوربشې په کښې شوې دى. لاړ شئ او اور پرې ولګوئ.“ نو هغوئ لاړل او په پټى يې اور بل کړو.
بيا د يوآب لس فوجيان ابىسلوم ته رانزدې شول او هغه يې مړ کړو.
هغۀ يوآب، ابيشى او اِتى له دا حُکم ورکړو، ”زما د خاطره ابىسلوم ته نقصان مۀ رسوئ.“ او چې داؤد دا حُکم خپلو آفسرانو له ورکولو نو ټولو فوجيانو واورېدو.
يوآب خبر شو چې داؤد بادشاه ژاړى او د ابىسلوم په غم غمژن دے.
بنى اِسرائيلو چې څۀ وئيل نو هغه خبر داؤد بادشاه ته ورسېدو. نو هغۀ صدوق او ابياتار اِمامان ولېږل چې د يهوداه د مشرانو نه تپوس وکړى، ”تاسو دې ولې هغه آخرى قبيله يئ چې د داؤد بادشاه محل ته د واپس راوستلو خيال لرئ؟
د بدعمله کس کاميابى لنډه وى، او د خُدائ پاک نه منکرو خلقو خوشحالى د لږ وخت دپاره وى.
ما بېرحمه او ظالمان ليدلى دى، لکه څنګه چې شنه ونه په خپل ځائ کښې لوئيږى.
ستا تېرۀ غشى دې د دشمنانو زړۀ غوڅ کړى، ستا په پښو کښې دې ټول قومونه راګزار شى.
نو لکه څنګه چې يُونس د کب په ګېډه کښې درې ورځې او درې شپې تېرې کړې نو دغه شان به اِبن آدم هم درې ورځې او درې شپې د زمکې په تَل کښې تېرې کړى.
کله چې هغوئ وائى چې، ”امن او سلامتى ده،“ نو ناګهانه به په هغوئ هلاکت راشى لکه څنګه چې په اُميدوارې ښځې د ماشوم پېدا کېدو درد راشى، نو هغه خلق به تښتېدلے نۀ شى.
سِسيرا ډېر ستړے وو او په خوږ خوب اودۀ شو. نو ياعيل څټک او د خېمې موږے واخستلو، غلې شان هغۀ له ورغله، هغې ورله موږے د تندى نه پورې غاړه وويستلو او موږے په زمکه کښې هم ښخ شو او هغه مړ شو.
هغې په يو لاس کښې د خېمې موږے راوړو، او په بل لاس کښې د مزدور څټک، هغې سِسيرا ووهلو او د هغۀ کوپړۍ يې ماته کړه، او تندے يې ورله سورے سورے کړو.
مالِکه خُدايه، ستا ټول دشمنان دې هم داسې مړۀ شى، خو ستا دوستان دې د خپل ټول زور سره د ختونکى نمر په شان وځليږى.“ او څلوېښت کاله په هغه مُلک کښې امن وو.