10 د داؤد يو سړى هغه وليدو او يوآب يې خبر کړو، ”صاحِبه، ما ابىسلوم وليدو چې د څېړۍ په ونه کښې ځوړند وو.“
ابرام په دې مُلک کښې سفر کولو چې شِکم ته نزدې، د موره پاکې ونې زيارت له راغلو. (په هغه وخت کښې کنعانيان لا په دې مُلک کښې اوسېدل.)
يوآب ورته ووئيل، ”تا چې هغه وليدو نو هغه دې هم هلته ولې نۀ وژلو؟ نو ما به تا له په خپل لاس د سپينو زرو لس سيکې او يو فوجى کمربند درکړے وے.“
ابىسلوم ناڅاپه د داؤد يو څو سړو سره مِلاو شو. ابىسلوم په يو قچر باندې سور وو او قچر د څېړۍ يوې لوئې ونې لاندې ننوتلو، نو د ابىسلوم سر په څانګو کښې ونښتو. قچر منډه کړه او ابىسلوم په هوا کښې ترې نه ځوړند پاتې شو.
نو د هغۀ د اولاد نه اووۀ نران مونږ ته حواله کړه او مونږ به يې په جبعه کښې د مالِک خُدائ په وړاندې ووژنو او ځوړند به يې کړُو، چې هغه د مالِک خُدائ د خوښ کړے شوى بادشاه، ساؤل ښار دے.“ نو بادشاه ورته وفرمائيل، ”زۀ به هغوئ تاسو ته حواله کړم.“
افت په ګناهګارو خلقو نۀ راغورزيږى څۀ، او مصيبت په هغه خلقو چې څوک بدعمله وى؟
مسيح مونږ په بيعه واخستو او د شريعت د لعنت نه يې آزاد کړُو ځکه چې هغه زمونږ دپاره لعنتى شو، ځکه چې په صحيفو کښې ليکلے شوى دى چې، ”څوک چې په ونه کښې راځوړند کړے شى هغه لعنتى دے.“