Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم سموئيل 17:9 - Pakistani Yousafzai Pashto

9 کېدے شى چې اوس هم هغه په يو غار کښې يا په بل ځائ کښې پټ وى. چې څنګه داؤد ستا په سړو باندې حمله وکړى او چې هر څوک هم د دې نه خبر شى نو وائى به چې ستا ډېر فوجيان وژلى شوى دى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم سموئيل 17:9
10 Iomraidhean Croise  

بيا به د ټولو نه تکړه سړے هم يريږى د چا چې د ازمرى په شان زړۀ وى ځکه چې په بنى اِسرائيلو کښې هر چا ته پته ده چې ستا پلار يو لوئ فوجى دے او د هغۀ سړى تکړه جنګ کوونکى دى.


تا ته پته ده چې ستا پلار او د هغۀ سړى تکړه جنګ کوونکى دى او هغوئ داسې غصه دى لکه چې د يو مېلو نه بچى تښتولے شوى وى. ستا پلار يو تجربه‌کار فوجى دے او د شپې د خپلو سړو سره نۀ ايساريږى.


هغه د اوبو ډيګۍ چې اِسمٰعيل په کښې د هغه مړو لاشونه ورګزار کړل کوم چې هغۀ وژلى وُو هم هغه لويه ډيګۍ وه چې آسا بادشاه جوړه کړې وه چې کله هغۀ د مصفاه دفاع مضبوطه کړه چې خپل ځان د اِسرائيلو د بعشا بادشاه نه وساتى. اِسمٰعيل د نتنياه زوئ هغه د مړو نه ډکه کړه.


د عى سړى د ښار د دروازې نه په هغوئ پسې شول او د کانونو پورې ورپسې لاړل او د غونډۍ په لاره باندې يې ترې نه تقريباً شپږ دېرش کسان ووژل. نو بنى اِسرائيلو حوصله بائيله او ويرېدل.


هغوئ به په مونږ پسې وى او د ښار نه به يې لرې بوځُو. هغوئ به داسې خيال کوى چې د مخکښې په شان مونږ د هغوئ نه تښتُو.


داؤد د جات ښار نه وتښتېدو او د عدولام ښار ته نزدې يو غار ته لاړو. کله چې د هغۀ وروڼه او نور خاندان خبر شو چې هغه هلته دے، نو هغوئ ورسره مِلاو شول.


لاړ شئ او يو ځل يې بيا وګورئ، دا خبره صفا کړئ چې هغه چرته دے او هغه هلته چا ليدلے دے. ما اورېدلى دى چې هغه ډېر چالاک دے.


هغه د لارې په غاړه د ګډو شپول سره نزدې يو غار ته راغلو او اودس يې مات کړو. داسې هم په هغه غار کښې وشول چې په کوم غار کښې داؤد او د هغۀ سړى شاته حِصه کښې پټ وُو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan