7 حوسى ورته ووئيل، ”دې ځل چې اخىتُفل کومه مشوره درکړې ده هغه ښۀ نۀ ده.
کله چې داؤد خبر شو چې اخىتُفل په بغاوت کښې د ابىسلوم سره ملګرے شوے دے نو هغۀ داسې دُعا وکړه، ”مالِکه خُدايه، زۀ تا ته سوال کوم چې د اخىتُفل مشوره په کم عقلتوب بدله کړه.“
خو تۀ ما سره دا ښۀ کولے شې چې ښار ته واپس شې او ابىسلوم ته ووائې چې تۀ به اوس په وفادارۍ سره د هغۀ خِدمت کوې لکه څنګه چې دې د هغۀ د پلار خِدمت کړے وو. او د اخىتُفل د مشورې ډېر مخالفت کوه.
اخىتُفل ورته ووئيل، ”لاړ شه او د خپل پلار د وينځو سره څمله کومې يې چې د ځان نه وروستو پرېښودلې دى چې د محل خيال ساتى. نو بيا به په بنى اِسرائيلو کښې هر چا ته پته ولګى چې تا په څرګنده د خپل پلار بېعزتى کړې ده نو داسې ستا ملګرى به نور هم تکړه شى.“
کله چې حوسى راورسېدو نو ابىسلوم ورته ووئيل، ”دا هغه مشوره ده چې اخىتُفل مونږ له راکړې ده، مونږ له پرې عمل کول په کار دى او کۀ نه؟ کۀ تۀ وائې چې نۀ نو بيا تۀ مونږ ته ووايه چې څۀ وکړُو.“
د هغوئ په ځائ خبرې کوه څوک چې د خپل ځان دپاره خبره نۀ شى کولے. او د هغه ټولو خلقو د حق دپاره څوک چې مسکينان وى.