3 او بيا به د هغۀ ټول سړى تا له داسې واپس راولم، لکه چې ناوې خپل خاوند له راځى. تاسو غواړئ چې دا يو کس ووژنئ نو باقى نورو خلقو ته به خېر شى.“
دا خبره ابىسلوم او ټولو بنى اِسرائيلى مشرانو ته ښۀ معلومه شوه.
ابنير داؤد ته ووئيل، ”ما پرېږده چې اوس زۀ لاړ شم او ټول بنى اِسرائيليان زما نېک يعنې بادشاه له راغونډ کړم چې تا سره تړون وکړى. هغوئ به تا بادشاه ومنى، نو بيا به تا ته هغه څۀ مِلاو شى چې تا څۀ غوښتل او په ټول مُلک به بادشاهى کوې.“ نو داؤد ابنير پرېښودو او هغه په خېر سره لاړو.
مالِک خُدائ فرمائى، ”د شريرانو دپاره سلامتى نشته.“
زما مالِک خُدائ فرمائى، ”د بدعمله خلقو دپاره امن نشته.“
هغوئ زما د خلقو د سختو زخمونو عرضى علاج کوى. او کله چې خير نۀ وى نو هغوئ وائى چې، خير دے، خير به شى.
کله چې هغوئ وائى چې، ”امن او سلامتى ده،“ نو ناګهانه به په هغوئ هلاکت راشى لکه څنګه چې په اُميدوارې ښځې د ماشوم پېدا کېدو درد راشى، نو هغه خلق به تښتېدلے نۀ شى.