Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم سموئيل 17:27 - Pakistani Yousafzai Pashto

27 کله چې داؤد محنايم ته ورسېدو، نو هغه د ناحس د زوئ سوبى سره مِلاو شو، چې هغه په ربه ښار کښې د عمون د قبيلې وو، د عمى‌اېل زوئ مکير سره چې د لودبار وو او د جِلعاد د قبيلې د برزلى سره هم مِلاو شو، برزلى د راجليم وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم سموئيل 17:27
9 Iomraidhean Croise  

په دې دوران کښې د يوآب جنګ د ربه خِلاف جارى وو، چې د عمون شاهى ښار وو او قبضه کېدو ته نزدې وو.


ابى‌سلوم او د هغۀ سړو د جِلعاد په مُلک کښې خېمې لګولې وې.


بادشاه تپوس وکړو، ”هغه چرته دے؟“ ضيبا ورته ووئيل، ”هغه په لودبار کښې د عمى‌اېل زوئ مکير په کور کښې دے.“


خو د جِلعاد د برزلى زامنو ته خپله مِهربانى وښايه او د هغوئ خيال وساته، ځکه چې زۀ کله ستا ورور ابى‌سلوم نه تښتېدم نو هغوئ په ما مهربانه وُو.


د اِمامانو دې ډلو داسې څۀ نسب‌نامه پېدا نۀ کړه چې هغوئ خپل پلار نيکۀ ثابت کړے وے، حباياه، هقوض او برزلى. د اِمامانو د قبيلې برزلى پلار نيکۀ د جِلعاد د برزلى د قبيلې يوه ښځه وادۀ کړې وه او د خپل سخر نوم يې په ځان اېښے وو. نو په دې وجه هغوئ نۀ شول ثابتولے چې د هغوئ پلار نيکۀ څوک وُو، نو هغوئ اِمامان نۀ منظوره کېدل.


تقريباً يوه مياشت وروستو عمونى بادشاه ناحس د جِلعاد په علاقه کښې د يبيس ښار خِلاف خپل لښکر روان کړو او ښار يې محاصره کړو. د يبيس سړو ناحس ته ووئيل، ”مونږ سره د صُلحې تړون وکړه، نو مونږ به تا خپل بادشاه ومنو.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan