Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم سموئيل 17:25 - Pakistani Yousafzai Pashto

25 ابى‌سلوم د يوآب په ځائ عماسا د لښکر مشر جوړ کړے وو. عماسا د اِسمٰعيلى اِتر زوئ وو، د هغۀ مور ابى‌جيل وه، چې هغه د ناحس لور او د يوآب د مور ضروياه خور وه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم سموئيل 17:25
11 Iomraidhean Croise  

ابى‌سلوم او د هغۀ سړو د جِلعاد په مُلک کښې خېمې لګولې وې.


داؤد هغوئ ته دا هم وفرمائيل چې عماسا ته ووائى، ”تۀ زما رشته‌دار يې. د نن نه زۀ تا د يوآب په ځائ د لښکر مشر مقرروم. خو کۀ ما داسې ونۀ کړل نو خُدائ پاک دې ما هلاک کړى.“


د داؤد په خبرو باندې د يهوداه ټول سړى د هغۀ ملګرى شول او هغوئ هغۀ له خبر ولېږلو چې د خپلو ټولو آفسرانو سره واپس راشى.


بادشاه عماسا ته وفرمائيل، ”د يهوداه سړى راغونډ کړه او سبا نه بل سبا د هغوئ سره حاضر شه.“


يوآب په مخکښېنى بغاوت کښې د ابى‌سلوم ملګرتيا نۀ وه کړې، خو د ادونياه د بغاوت ملګرتيا يې کړې وه. کله چې يوآب د ادونياه د مرګ نه خبر شو، نو يوآب د مالِک خُدائ د حضور خېمې ته وتښتېدو او د قربان‌ګاه ښکر يې ونيول.


او مالِک خُدائ به د دې قتلونو په وجه يوآب له سزا ورکړى، کوم يې چې زما د پلار داؤد په ناخبرۍ کښې کړى وُو. يوآب دوه بې‌ګناه سړى ووژل چې د هغۀ نه ښۀ وُو يعنې، ابنير چې د بنى اِسرائيلو د لښکر مشر وو او عماسا چې د يهوداه د لښکر مشر وو.


د دې نه علاوه تا ته پته ده چې يوآب زما سره څۀ وکړل چې د بنى اِسرائيلو د لښکر دوه مشران يې ووژل، يعنې د نير زوئ ابنير او د يتر زوئ عماسا. تا ته ياد دى چې هغوئ يې د امن په وخت کښې د بدل اخستلو دپاره ووژل. يوآب بې‌ګناه سړى ووژل او چې څۀ يې کړى وُو نو ذمه وارى يې په خپل سر ده.


د منسى قبيلې څۀ فوجيان واوړېدل او د داؤد په طرف شول، دا په هغه وخت کښې چې کله هغه د فلستيانو سره د ساؤل بادشاه خِلاف جنګ له روان وو. په آخر کښې هغوئ د فلستيانو مدد نۀ شو کولے، ځکه چې د هغوئ بادشاهان د دې نه يرېدل چې داؤد به د هغوئ نه خپل پخوانى نېک ساؤل ته واوړى، نو هغه يې واپس صِقلاج ته ولېږلو.


د يَسى اووۀ زامن وُو، د عُمر په ترتيب باندې هغوئ داسې وُو: اِلياب، ابينداب، سِمعه،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan