22 نو داؤد او د هغۀ ټول سړى د اُردن سيند نه په پورې وتلو شروع وکړه او تر سحر د رڼا پورې ټول بلې غاړې ته پورې وتل.
د هغوئ د تلو نه پس، اخيمعض او يونتن د کوهى نه راووتل او لاړل او داؤد بادشاه له يې خبر ورسولو. هغوئ د هغۀ خِلاف د اخىتُفل د منصوبې نه خبر کړو او ورته يې ووئيل، ”زر شه، او د سيند نه پورې وځه.“
کله چې اخىتُفل ته پته ولګېده چې د هغۀ په مشوره عمل نۀ دے شوے، نو هغۀ خپل خر کته کړو او خپل ښار ته واپس لاړو. کله چې هغۀ خپلې ټولې معاملې هوارې کړې نو هغۀ خپل ځان پهانسى کړو او مړ شو. هغه د خپل خاندان په اديره کښې ښخ شو.
داؤد د محنايم ښار ته په هغه وخت رسېدلے وو چې څۀ وخت ابىسلوم او بنى اِسرائيليان د اُردن سيند نه پورې وتلى وُو.
زړۀ مې پرېشانه دے نو ځکه زۀ تا يادوم، د اُردن لرى مُلک او د حرمون او د مِضار د اوچت غرونو نه زۀ تا يادوم.
هوښياران خطره د اول نه وينى او د هغې نه ځان بچ کوى، خو کم عقل پرې ورخلاص وى او بيا په تکليف کښې راګېر شى.
او موسىٰ ته يې ووئيل، ”صاحِبه، مونږ د جنګ والا کسان وشمېرل کوم چې زمونږ د مشرۍ لاندې وُو او يو سړے هم په کښې کم نۀ دے.
ګورئ، زۀ تاسو لکه د ګډو په شان د شرمخانو مينځ ته لېږم. د مارانو په شان هوښيار او د کونترو په شان بېآزاره اوسئ.
دا د هغۀ د هغه خبرو پوره کول وُو چې هغۀ فرمائيلى وُو، ”چې ما د هغوئ نه يو کس هم نۀ دے ضائع کړے څوک چې تا ما ته حواله کړى دى.“