Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم سموئيل 17:2 - Pakistani Yousafzai Pashto

2 کله چې هغه ستړے او بې‌حوصلې وى نو زۀ به په هغۀ حمله وکړم. هغه به ويريږى او د هغۀ ټول سړى به وتښتى. او زۀ به صِرف بادشاه ووژنم

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم سموئيل 17:2
10 Iomraidhean Croise  

کله چې بادشاه او د هغۀ ټول سړى اُردن ته ورسېدل نو هغوئ سخت ستړى وُو او هلته هغوئ آرام وکړو.


د هغې ډېر وخت نۀ وو شوے چې اخى‌تُفل ابى‌سلوم ته ووئيل، ”ما پرېږده چې دولس زره سړى خوښ کړم او نن شپه زۀ په داؤد پسې روان شم.


د شام بادشاه د خپلو دوه دېرشو جنګى ګاډو فوجى مشرانو له حُکم ورکړے وو چې د اِسرائيل د بادشاه نه بغېر به په هيچا باندې حمله نۀ کوئ.


هغوئ چې کوم بد عمل کوى هغه مۀ معاف کوه او د هغوئ ګناهونه مۀ هېروه، ځکه چې مونږ کله دېوال جوړولو نو هغوئ زمونږ بې‌عزتى کړې ده.“


اے تُورې، زما د شپونکى خلاف راپاڅه، د هغه سړى خلاف چې زما ملګرے دے.“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى. ”زۀ به شپون ووهم، او ګډې به يې خورې ورې شى، او زۀ به خپل لاس د هغوئ خلاف اوږد کړم چې واړۀ دى.


خو چې زميندارو د دۀ زوئ وليدو نو يو بل ته يې ووئيل چې هم دغه وارث دے، راځئ چې مړ يې کړُو او ميراث به يې زمونږ شى.


بيا عيسىٰ دوئ ته وفرمائيل چې، ”تاسو ټول به نن شپه زما په وجه تيندک وخورئ، ځکه چې دا ليکلے شوى دى چې، ”زۀ به شپون ووهم، او ګډې به يې خورې ورې شى.“


تاسو په دې نۀ پوهېږئ چې ستاسو دپاره دا غوره ده چې د قوم دپاره دې يو سړے مړ کړے شى، نه چې ټول قوم تباه او برباد شى.“


هغوئ د خُدائ پاک نه هيڅ يره نۀ کوله، نو هغوئ په داسې وخت کښې په تاسو د شا نه حمله وکړه چې تاسو ستړى ستومانه وئ او چې کوم وروستو پاتې وُو نو هغه ټول يې ووژل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan