19 د هغه سړى ښځې تخته واخستله، د کوهى په خولۀ باندې يې کېښوده او په دې باندې يې غله وشيندله، نو چې هيڅ څوک دا شک ونۀ کړى چې هغوئ دلته وُو.
هغوئ هغۀ ته ووئيل، ”عبرانۍ ښځې د مِصريانو ښځو په شان نۀ دى، د دوئ په آسانۍ سره بچى پېدا کيږى او هلته زمونږ د رسېدو نه مخکښې د دوئ ماشومان پېدا شى.“
موسىٰ د فِرعون نه لاړو او د ښار نه بهر ووتلو او خپل لاسونه يې مالِک خُدائ ته پورته کړل. تندرونه، ږلۍ او باران هر څۀ ودرېدل.