9 ابيشى ووئيل چې د هغۀ مور ضروياه وه، ”بادشاه سلامت، تا دا مردار سپے ولې پرېښودو چې کنځلې درته وکړى؟ ما له اجازت راکړه چې زۀ ورشم او سر ترې نه پرې کړم.“
د ضروياه زوئ ابيشى وئيل، ”سِمعى دې ووژلے شى ځکه چې هغۀ هغه چا ته کنځل کړى دى څوک چې مالِک خُدائ خوښ کړے دے چې بادشاه شى.“
خو داؤد ابيشى او د هغۀ ورور يوآب ته وفرمائيل، ”ستاسو نه چا مشوره غوښتې ده؟ تاسو نن زما دشمنان شوى يئ؟ زۀ اوس هغه څوک يم چې د بنى اِسرائيلو بادشاه يم او نن به يو بنى اِسرائيلے هم نۀ شى وژلے.“
نو داسې يوآب او د هغۀ ورور ابيشى د ابنير نه بدل واخستلو ځکه چې هغۀ د جبعون په جنګ کښې عساهيل د هغوئ ورور وژلے وو.
په دې باندې ابنير سخت غصه شو. هغۀ ووئيل، ”ستا خيال دا دے څۀ چې زۀ به د ساؤل سره بېوفائى وکړم؟ ستا خيال دا دے چې زۀ د يهوداه سپے يم؟ زۀ د شروع نه ستا د پلار ساؤل، د هغۀ وروڼو او د هغۀ د دوستانو وفادار يم او ما تۀ د داؤد د شکست نه بچ کړے يې، خو نن تۀ په ما کښې د يوې ښځې په حقله غلطى لټوې.
مفيبوست يو ځل بيا ټيټ شو او وې وئيل، ”صاحِبه، زما نه خو يو مړ سپے هم ښۀ دے، تۀ زما سره ولې دومره ښۀ يې؟“
د خُدائ پاک په حق کښې بدې ردې مۀ وايئ او د خپل قوم مشرانو ته ښېرې مۀ کوئ.
هر کله چې د هغۀ مريدانو يعقوب او يوحنا دا حال وليدلو نو وې وئيل، ”مالِکه، مونږ د آسمان نه د دې کلى د سوزولو دپاره اور وغواړو څۀ؟“
او پولوس ووئيل چې، ”زما وروڼو، ما ته پته نۀ وه چې هغه مشر اِمام دے. ځکه چې صحيفې وائى چې، تاسو د خپل قوم حاکِم ته بدرد مۀ وايئ.“
د هر چا عزت کوئ، د ايماندارانو د خاندان سره مينه کوئ، د خُدائ پاک نه يرېږئ او د بادشاه عزت کوئ.
ګوره، د بنى اِسرائيلو بادشاه د چا د وژلو کوشش کوى؟ ګوره، هغه په چا پسې شوے دے؟ په يو مړ سپى پسې، په يوې ورَږې پسې.