5 کله چې داؤد بادشاه بحوريم ته ورسېدو، نو د ساؤل يو خپلوان د جيرا زوئ سِمعى د مِلاوېدو دپاره ورله راووتلو، کله چې هغه راروان وو نو کنځل يې کول.
کله چې بادشاه او د هغۀ ټول سړى اُردن ته ورسېدل نو هغوئ سخت ستړى وُو او هلته هغوئ آرام وکړو.
بادشاه ضيبا ته وفرمائيل، ”د مفيبوست سره چې څۀ هم دى هغه ستا شول.“ ضيبا جواب ورکړو، ”زۀ ستا په وړاندې د عزت نه ټيټېږم، بادشاه سلامت، تۀ دې زما نه همېشه خوشحاله اوسې.“
سِمعى داؤد او د هغۀ آفسران په کاڼو وويشتل، اګر چې د داؤد سره خپل سړى او فوجيان هم څنګ په څنګ ولاړ وُو.
خو يوه ورځ يو هلک هغوئ وليدل او هغۀ ابىسلوم ته ووئيل، نو هغوئ تېز لاړل چې په بحوريم کښې د يو سړى په کور کښې پټ شى. د هغۀ د کور سره نزدې د هغۀ کوهے وو او هغوئ هغه کوهى ته ورکوز شول.
فلطىايل په هغې پسې د بحوريم ښار پورې روان وو او ژړل يې. خو چې کله ورته ابنير ووئيل چې، ”واپس کور ته لاړ شه،“ نو هغه لاړو.
په هغه وخت کښې هلته په سوسه کښې يو يهودى اوسېدو چې نوم يې مردکى وو او هغه د يائير زوئ وو، هغه د بنيامين د قبيلې وو او د قيس او سِمعى د اولاد نه وو.
ځکه چې خُدائ پاک زۀ کمزورے او عاجز کړے يم، نو ځکه هغوئ زما ادب نۀ کوى.
ټوله ورځ دشمنان ما ته پېغور راکوى، هغوئ ما دومره سپکوى چې په لعنت وئيلو کښې زما نوم استعمالوى.
دوئ به لعنت کوى خو تۀ به برکت ورکوې، کله چې دوئ حمله وکړى نو تۀ به يې وشرموې، خو ستا خِدمتګار به خوشحاله وى.
چا له چې تا سزا ورکړه په هغوئ ظلم کوى، او ورله په زخمونو باندې مالګې دوړه وى.
ځکه چې د هغۀ سره د ځان پټولو دپاره صرف يوه چُوغه وه، د دې نه بغېر هغه په څۀ کښې اودۀ شى؟ چې کله هغه ما ته سوال زارى وکړى، زۀ به د هغۀ فرياد اورم ځکه چې زۀ رحيم يم.
د خُدائ پاک په حق کښې بدې ردې مۀ وايئ او د خپل قوم مشرانو ته ښېرې مۀ کوئ.
لکه څنګه چې چڼچڼه اخوا ديخوا الوځى او يا چې طوطاګرکے چکرې وهى او په ځائ نۀ کښېنى، دغه شان نامناسبه ښيرا کول د چا په سر نۀ کښېنى.
په خيالونو کښې هم په بادشاه پسې بدرد مۀ وايه او په خپله کوټه کښې هم په مالداره کس پسې بدرد مۀ وايه. کېدے شى چې د هوا يوه وړه مرغۍ ستا خبرې واورى او هغۀ ته يې وکړى.
هغوئ به په هغه مُلک کښې سرګردانه ګرځى، اوږى او بېحوصلې به وى. د لوږې نه به غصه وى او خپل بادشاه او خُدائ پاک ته به کنځل کوى. هغوئ کۀ آسمان ته سترګې پورته کړى
هغۀ داؤد ته ووئيل، ”زۀ سپے يم څۀ، چې تۀ په ما پسې د امسا سره راغلې؟“ او هغۀ داؤد باندې د خپلو معبودانو لعنت وئيلو.