Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم سموئيل 16:3 - Pakistani Yousafzai Pashto

3 بادشاه ترې نه تپوس وکړو، ”ستا د نېک ساؤل نمسے مفيبوست چرته دے؟“ ضيبا ورته ووئيل، ”هغه په يروشلم کښې ايسار دے، ځکه چې د هغۀ خيال دا دے چې بنى اِسرائيليان به هغۀ له د هغۀ د نيکۀ ساؤل بادشاهى بيا ورکړى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم سموئيل 16:3
13 Iomraidhean Croise  

بادشاه ضيبا ته وفرمائيل، ”د مفيبوست سره چې څۀ هم دى هغه ستا شول.“ ضيبا جواب ورکړو، ”زۀ ستا په وړاندې د عزت نه ټيټېږم، بادشاه سلامت، تۀ دې زما نه همېشه خوشحاله اوسې.“


څوک چې پټ کوى د خپلو ګاونډيانو غېبتونه، زۀ به هغه چپ کوم. د چا چې سترګې کبرژنې او مغروره وى، هغه سړے به زۀ نۀ برداشت کوم.


څوک چې نۀ کړى غېبتونه او په ګاونډى نۀ کوئ ظلمونه او نۀ په خپلو دوستانو باندې بد وائى،


تا زما محبوب او دوستان رانه جدا کړى دى، تورو تيارو سره مې يارانه شوه.


د چا خِلاف د دروغو ګواهى مۀ ورکوئ.


هم دغه به وى اَنجام د هغه کسانو څوک چې د ناجائزه ‎پېسو ګټلو لالچى وى نو په دې وجه به د خپل ژوند نه لاس ووينځى.


دروغژن ګواه به تباه شى، او څوک چې رښتيا وائى هغه به د تل دپاره خبرې کوى.


په خپل ګاونډى باور مۀ کوه، مۀ په خپل دوست اعتبار کوه. تر دې چې څوک ستا په غېږ کښې اودۀ کيږى هغې سره هم په خپلو خبرو کولو کښې خيال کوه.


په هغوئ افسوس دے، ځکه چې هغوئ د قائِن لار خپله کړه، او هغوئ د ګټې دپاره بلعام په شان ګمراه شول، او هغوئ د قورح په شان مخالفت وکړو او د هغۀ په شان هلاک شول.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan