Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم سموئيل 16:20 - Pakistani Yousafzai Pashto

20 بيا ابى‌سلوم اخى‌تُفل ته وروګرځېدو او ورته يې ووئيل، ”تۀ مونږ له خپله مشوره راکړه چې مونږ څۀ وکړُو؟“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم سموئيل 16:20
11 Iomraidhean Croise  

کله چې ابى‌سلوم نذرانې پېش کولې نو هغۀ اخى‌تُفل جلونے هم راوغوښتو څوک چې د داؤد مشير وو، چې د خپل ښار جلوه نه راشى. د بادشاه خِلاف منصوبه مضبوطه شوه او د ابى‌سلوم کسان زياتېدل.


د دې نه علاوه، زۀ چې د خپل نېک د زوئ خِدمت نۀ کوم نو د چا به کوم؟ څنګه چې ما ستا د پلار خِدمت کړے دے، نو زۀ به ستا خِدمت هم کوم.“


اخى‌تُفل ورته ووئيل، ”لاړ شه او د خپل پلار د وينځو سره څمله کومې يې چې د ځان نه وروستو پرېښودلې دى چې د محل خيال ساتى. نو بيا به په بنى اِسرائيلو کښې هر چا ته پته ولګى چې تا په څرګنده د خپل پلار بې‌عزتى کړې ده نو داسې ستا ملګرى به نور هم تکړه شى.“


د دُنيا بادشاهان راپورته شول او حاکمان د مالِک خُدائ خلاف او د هغۀ د مسيح په خلاف يو ځائ شول.


راځئ چې د دوئ سره يو چل وکړُو ګنې دوئ به زيات شى او کۀ زمونږ او د دوئ په مينځ کښې جنګ راشى نو دوئ به زمونږ خِلاف زمونږ دشمنان رايوځائ کړى او کېدے شى چې د دې مُلک نه وتښتى. مونږ له داسې څۀ کول په کار دى چې دوئ نور زيات نۀ شى.“


هيڅ قسمه حِکمت، عقل او منصوبه نشته چې د مالِک خُدائ خلاف کاميابه شى.


څوک چې د مالِک خُدائ نه د خپلو منصوبو د پټولو کوشش کوى نو په هغوئ افسوس. هغوئ په پټه باندې منصوبې جوړوى او خيال يې دا وى چې، ”څوک به مونږ وينى او څوک به مونږ وپېژنى؟“


تاسو چې څۀ منصوبې هم جوړَوئ هغه به بې‌فائدې وى. تاسو چې څۀ فېصله هم کوئ هغه به ناکام کيږى، ځکه چې خُدائ پاک زمونږ مل دے.


چې سبا شو نو مشران اِمامان او د قوم مشران راټول شول او دا منصوبه يې جوړه کړه چې عيسىٰ به څنګه وژنو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan