17 ابىسلوم ترې نه تپوس وکړو، ”ستا د خپل دوست داؤد سره وفادارى چرته لاړه؟ تۀ د هغۀ سره ولې لا نۀ ړې؟“
حوسى ورته ووئيل، ”ما داسې څنګه کړى وے؟ زۀ د هغه چا په طرف يم چې څوک د مالِک خُدائ، دې خلقو او ټولو بنى اِسرائيلو خوښ کړے وى. زۀ به تا سره ايسار شم.
کله چې مفيبوست د يروشلم نه راورسېدو چې د بادشاه سره مِلاو شى، نو بادشاه هغۀ ته وفرمائيل، ”مفيبوسته، تۀ ما سره ولې نۀ وې تلے؟“
دوست په هر وخت کښې مينه کوى، او ورور هغه دے چې په مصيبت کښې په کار راشى.
ځينې دوستان يو بل ته کنده کنى، خو رښتينے دوست د خپل ورور نه هم وفادار وى.
تاسو د مالِک خُدائ سره داسې کوئ، اے کم عقلو او بېشعوره خلقو. هغه ستاسو پلار دے، هغه ستاسو خالِق دے، هغۀ تاسو جوړ کړئ او آباد يې کړئ.