14 کله چې بادشاه او د هغۀ ټول سړى اُردن ته ورسېدل نو هغوئ سخت ستړى وُو او هلته هغوئ آرام وکړو.
نو داؤد او د هغۀ سړى په لاره روان وُو. سِمعى هم په نزدې غر باندې روان وو، هغۀ کنځلې کولې او په روانه کښې يې هغوئ په کاڼو ويشتل او خاورې يې پرې اچولې.
ابىسلوم او د هغۀ سره ټول بنى اِسرائيليان يروشلم ته ننوتل او اخىتُفل د هغوئ سره وو.
کله چې داؤد بادشاه بحوريم ته ورسېدو، نو د ساؤل يو خپلوان د جيرا زوئ سِمعى د مِلاوېدو دپاره ورله راووتلو، کله چې هغه راروان وو نو کنځل يې کول.
کله چې هغه ستړے او بېحوصلې وى نو زۀ به په هغۀ حمله وکړم. هغه به ويريږى او د هغۀ ټول سړى به وتښتى. او زۀ به صِرف بادشاه ووژنم