دوېم سموئيل 16:10 - Pakistani Yousafzai Pashto10 بادشاه ابيشى او د هغۀ ورور يوآب ته وفرمائيل، ”دا ستا کار نۀ دے. کۀ هغه ما ته کنځل کوى او هغۀ ته مالِک خُدائ دا فرمائيلى وى، نو څوک دا حق لرى چې تپوس ترې نه وکړى چې دا ولې کوې؟“ Faic an caibideil |
بادشاه سلامت، زۀ چې څۀ وئيل غواړم نو هغه واوره. کۀ دا مالِک خُدائ وى چې تۀ يې زما خِلاف کړې، نو يوه نذرانه چې هغۀ ته پېش شى نو کېدے شى چې د هغۀ فېصله بدله شى، خو کۀ دا انسان کړى وى، نو په هغوئ دې د مالِک خُدائ لعنت راشى. ځکه چې هغوئ زۀ د مالِک خُدائ د مُلک نه وشړلم او راته يې ووئيل چې د پردو معبودانو عبادت کوه.