Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم سموئيل 15:8 - Pakistani Yousafzai Pashto

8 کله چې زۀ په شام کښې په جسور کښې اوسېدم، نو ما د مالِک خُدائ سره لوظ وکړو چې کۀ هغه ما واپس يروشلم ته بوځى، نو زۀ به په حبرون کښې د هغۀ عبادت وکړم.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم سموئيل 15:8
14 Iomraidhean Croise  

بيا يوآب پاڅېدو او جسور ته لاړو او ابى‌سلوم يې واپس يروشلم ته راوستو.


ابى‌سلوم ورته ووئيل، ”دا ځکه چې کله ما تۀ راغوښتلې نو تۀ به نۀ راتلې. ما غوښتل چې بادشاه له لاړ شې او هغۀ ته زما دپاره ووائې چې زۀ د جسور نه دلته ولې راغلم؟ ښۀ به دا وے چې زۀ هلته ايسار وے.“ او ابى‌سلوم وئيل، ”زۀ غواړم چې تۀ زما دپاره د بادشاه سره د مِلاوېدو بندوبست وکړې او کۀ زۀ په غلطه يم، نو هغه دې ما ووژنى.“


بادشاه ورته وفرمائيل، ”په خېر لاړ شه.“ نو ابى‌سلوم حبرون ته لاړو.


د هغۀ دوېم زوئ کِلياب وو، د هغۀ مور ابى‌جيل د کرمل د نابال کونډه وه، درېم زوئ يې ابى‌سلوم وو، د هغۀ مور معکه د جسور بادشاه تلمى لور وه،


اے پاکه خُدايه، زۀ به تا سره د نذرانې وعده خپله سر ته رسوم، زۀ به تا ته د شکرانې نذرانې پېش کوم،


کله چې تۀ خُدائ پاک ته يوه منښته ومنې، نو چې څومره زر کېدے شى نو دا منښته پوره کوه. هغه د کم عقلو خلقو نه خوشحال نۀ وى. کومه منښته چې ومنې نو هغه سر ته رسوه.


تاسو لافې وهلې چې تاسو د مرګ سره لوظ کړے دے او د عالمِ ارواح سره مو تړون کړے دے. ستاسو دا يقين دے چې کله افت راشى نو تاسو به بچ شئ، ځکه چې ستاسو خيال دا دے چې خپل دروغ او دوکه به تاسو بچ وساتى.


ځکه تاسو چې کله زۀ مالِک خُدائ ته د خواست کولو دپاره ولېږلم نو تاسو غټه غلطى وکړه، ځکه چې تاسو ووئيل، د څۀ چې مالِک خُدائ مونږ ته حکم کړے دے هغه مونږ ته ووايه، مونږ به په هغې باندې پوره عمل کوُو.


کۀ ستاسو زړۀ نۀ کيږى چې د هغۀ خِدمت وکړئ، نو نن دا فېصله وکړئ چې د چا خِدمت به کوئ، د هغه معبودانو چې ستاسو پلار نيکۀ په مسوپتاميه کښې د هغوئ عبادت کولو يا د اموريانو د معبودانو، چې د چا په مُلک کښې تاسو اوس اوسېږئ. خو پاتې شوه زما او زما د خاندان خبره، نو مونږ به د مالِک خُدائ خِدمت کوُو.“


حنه يو پوخ لوظ وکړو، ”اے، ربُ الافواجه، کۀ چرې تۀ په ما غمزپلې رحم وکړې او زما دُعا قبوله کړې او ما له يو زوئ راکړې، نو زۀ دا وعده کوم چې هغه به د ټول عُمر دپاره تا ته د نذير په حيثيت وقف کړم او د هغۀ د وقف کېدو نښه به دا وى چې وېښتۀ به يې هيڅکله هم کل نۀ کړے شى.“


سموئيل ترې نه تپوس وکړو، ”دا زۀ څنګه وکړم؟ کۀ ساؤل د دې نه خبر شى نو هغه به ما ووژنى.“ مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”تۀ د ځان سره يوه سخۍ بوځه او هلته ووايه چې تۀ هلته ځکه يې چې مالِک خُدائ ته يوه قربانى پېش کړې.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan