7 څلور کاله پس ابىسلوم داؤد بادشاه ته ووئيل، ”بادشاه سلامت، ما له اجازت راکړه چې زۀ حبرون ته لاړ شم او چې زۀ هغه لوظ پوره کړم چې ما د مالِک خُدائ سره کړے دے.
په حبرون کښې د داؤد دا زامن پېدا شول: د هغۀ مشر زوئ امنون وو، چې د هغۀ مور د يزرعيل اخينوعم وه،
د هغۀ دوېم زوئ کِلياب وو، د هغۀ مور ابىجيل د کرمل د نابال کونډه وه، درېم زوئ يې ابىسلوم وو، د هغۀ مور معکه د جسور بادشاه تلمى لور وه،
د بدکاره د قربانۍ نه مالِک خُدائ کرکه کوى، نو د هغې نه به نور څومره کرکه کوى کومه چې په بدنېتۍ سره کيږى.
د داسې روژې نۀ څۀ فائده چې تاسو په کښې جنګ جګړې کوئ؟ کۀ تاسو داسې قسمه روژې ساتئ نو د دې توقع هم نۀ شئ کولے چې ستاسو آواز به آسمان ته ورسى.
هغۀ بيا دوئ بيتلحم ته ولېږل او ورته يې ووئيل چې، ”لاړ شئ او د هغه ماشوم په حقله پوره پوره تلاش وکړئ، او چې يې بيامومئ نو ما خبر کړئ چې زۀ هم ورشم او ورته سجده وکړم.“
خو په تاسو دې افسوس وى، اے د شرعې عالمانو، فريسيانو ځکه چې سخته سزا ستاسو دپاره مقرر شوې ده. اے مُنافقانو، ځکه چې تاسو د آسمان د بادشاهۍ دروازې د خلقو دپاره بندوئ. او تاسو نۀ په خپله په کښې ورننوځئ او نۀ ورته نور خلق پرېږدئ.
سموئيل د زيتُونو هغه تېل واخستل چې د ګډ په ښکر کښې وُو او د داؤد سر يې د هغۀ د وروڼو په مخکښې غوړ کړو. د مالِک خُدائ روح ناڅاپه د طاقت سره په داؤد نازل شو او د هغې ورځې نه د هغۀ سره شو. بيا سموئيل واپس راما ته لاړو.