5 کله چې هغه سړے ورله نزدې راغلو چې د ابىسلوم په وړاندې ټيټ شى، نو ابىسلوم به ورورسېدو، هغه به يې ونيولو او ښُکل به يې کړو.
نو يوآب داؤد بادشاه له لاړو او چې ابىسلوم څۀ وئيلى وُو هغه يې ورته ووئيل. بادشاه ابىسلوم راوغوښتو، هغه ورله راغلو او د هغۀ په مخکښې زمکې ته ټيټ شو. نو بادشاه ابىسلوم ښکل کړو.
يوآب عماسا ته ووئيل، ”زما ملګريه څنګه يې؟“ او د چل دپاره يې خپل ښے لاس د هغۀ ږيرې له وروړلو چې ښُکل يې کړى.
د هغۀ خبرې خوږې پستې دى، خو د هغۀ په زړۀ کښې خبرې د نفرت دى. د هغۀ خبرې د تېلو په شان نرمې دى، خو دا د تېرو تُورو په شان غوڅونکې دى.
کۀ څۀ هم چې د هغۀ خبرې خوږې وى خو په هغوئ يقين مۀ کوه، ځکه چې د هغۀ زړۀ د رنګارنګ حرام کاريو نه ډک وى.
تا زۀ ښکل قدرې نۀ کړم خو د کوم وخت نه چې زۀ راغلے يم هغه لګيا ده زما پښې ښُکلوى.