4 او هغۀ به دا هم وئيل، ”دا به څومره ښۀ وے چې زۀ قاضى مقرر کړے شوے وے. کۀ بيا د چا لانجه يا دعوىٰ وے نو هغه به ما له راتلے او ما به اِنصاف ورکولے.“
کله چې هغه سړے ورله نزدې راغلو چې د ابىسلوم په وړاندې ټيټ شى، نو ابىسلوم به ورورسېدو، هغه به يې ونيولو او ښُکل به يې کړو.
د بادشاه په حضور کښې د خپل ځان لوئى مۀ کوه، او مۀ د لويو خلقو په ځائ کښې وړاندې کښېنه.
دا به ښۀ وى چې نور خلق ستا صِفت وکړى، نه چې تۀ په خپله د خپل ځان صِفت کوې، او دا به ښۀ وى چې نابلده خلق ستا ښۀ ووائى نه چې تۀ په خپله.
هغوئ د خلقو سره د آزادۍ لوظ کوى خو هغوئ په خپله د ګمراهۍ غلامان دى، ځکه چې خلق هم د هغه څۀ غلامان وى د څۀ نه چې مجبور وى.
زما دا ارمان دے چې زۀ د دې خلقو مشر وے نو ما به د ابىمَلِک نه ځان خلاص کړے وے. ما به هغۀ ته وئيلى وے چې خپل لښکر تيار کړه او بهر د جنګ دپاره راووځه.“