36 د هغوئ زامن اخيمعض او يونتن د هغوئ سره دى، هغوئ د هغه ټولو معلوماتو سره ما له راولېږه چې تا راجمع کړى وى.“
نو هغۀ صدوق ته داسې وئيل، ”ګوره، خپل زوئ اخيمعض او د ابياتار زوئ يونتن د ځان سره کړه او په خېر سره واپس ښار ته لاړ شئ.
بيا حوسى صدوق او ابياتار اِمام ته ووئيل، ”دا هغه څۀ دى چې اخىتُفل ابىسلوم او د بنى اِسرائيلو مشرانو ته وئيلى دى او دا هغه څۀ دى چې ما يې مشوره ورکړې ده.“
د ابياتار زوئ يونتن او د صدوق زوئ اخيمعض د عينراجل د چينې سره اِنتظار کولو، چې د يروشلم په بهرنۍ غاړه باندې وه، ځکه چې هغوئ دا جرأت نۀ شو کولے چې ښار ته د ننوتلو په وخت وليدے شى. يوه نوکره ښځه به هر وخت تلله او چې څۀ کېدل نو هغوئ ته به يې ووئيل او بيا به هغوئ تلل او داؤد بادشاه ته به يې وئيل.
هغۀ لا خبره ختمه کړې نۀ وه چې د ابياتار اِمام زوئ يونتن راورسېدو. ادونياه ورته ووئيل، ”دننه راشه، ستا په شان ښۀ سړے به خامخا يو ښۀ زېرے راوړى.“