32 کله چې داؤد د غرۀ سر ته ورسېدو، چرته چې د عبادت يو ځائ وو، نو خپل يو اعتبارى ملګرے حوسى، ارکے ورسره مِلاو شو، هغۀ خپلې جامې شلولې وې او په سر يې خاورې پرَتى وې.
په درېمه ورځ د ساؤل د کېمپ نه يو زلمے راورسېدو. د دې دپاره چې خپل غم څرګند کړى، هغۀ خپلې جامې شلولې وې او په سر يې خاورې اچولې وې. کله چې هغه داؤد له راغلو نو د عزت نه ټيټ شو او پړمخې په زمکه پرېوتو.
هغې په خپل سر ايرې واچولې، چُوغه يې وشلوله او خپل مخ يې په لاسونو پټ کړو. په چغو چغو يې ژړل او روانه وه.
داؤد په ژړا ژړا د زيتُونو غرۀ ته وختلو، څپلۍ د هغۀ په پښو نۀ وې او د خفګان نه يې خپل سر پټ کړے وو. چې په هغۀ پسې څوک راروان وُو نو هغوئ هم سرونه پټ کړى وُو او ژړل يې.
کله چې داؤد د غرۀ د سر نه لږ مخکښې تلے وو، نو هغه ناڅاپه د مفيبوست د نوکر ضيبا سره مِلاو شو، د هغۀ سره دوه خرونه وُو چې دوه سوو ډوډو، يو سل موټى کشمشو، سل موټى د اوړى مېوو او د ميو ډکه يوه مشکيزه پرې بار وُو.
ابىسلوم او د هغۀ سره ټول بنى اِسرائيليان يروشلم ته ننوتل او اخىتُفل د هغوئ سره وو.
ابىسلوم ووئيل، ”اوس حوسى راوغواړه او چې هغه څۀ وائى نو هغۀ ته به غوږ ونيسو.“
هغۀ د يروشلم نمرخاتۀ طرف ته په غرۀ باندې د موآب د پليت معبود کموس او د عمون د پليت مولک بُت د عبادت دپاره يوه عبادتخانه جوړه کړه.
د حوسى زوئ بعنه، د آشر علاقه او د بعلوت ښار،
اخىتُفل د بادشاه مشير وو او حوسى ارکياۍ د بادشاه ملګرے وو.
مالِکه خُدايه پاڅه، خُدايه ما ترې خلاص کړه، د دشمن مې ژامنې ماتې کړه، غاښونه د بدعملو مات کړه.
په وخت د مصيبت کښې ما ته آواز راکړئ، زۀ به تاسو د مصيبت نه بچ کړمه او تاسو به زما عزت وکړئ.“
هغه به له ما نه سوال وکړى او زۀ به هغه قبول کړم. په سخته کښې به زۀ د هغۀ سره يم زۀ به هغه بچ کړم، او عزت به هغۀ ته ورکړم.
هر کله چې هغه بيتِفګے او بيتِعنياه ته ورنزدې شو کوم چې د زيتُونو په غرۀ ودان دى نو هغۀ دوه مريدان د دې هداياتو سره ولېږل چې،
د بيتايل نه دا لوز ته تلے وو او عطارات ادار ته رسېدلے وو، چرته چې ارکيان اوسېدل.
د بنيامين قبيلې يو سړى د جنګ مېدان نه تر سيلا پورې منډه ووهله او هم په هغه ورځ ورسېدو. د خپل تکليف ښودلو دپاره هغۀ خپلې جامې شلولې وې او په سر باندې يې خاورې اچولې وې.