31 کله چې داؤد خبر شو چې اخىتُفل په بغاوت کښې د ابىسلوم سره ملګرے شوے دے نو هغۀ داسې دُعا وکړه، ”مالِکه خُدايه، زۀ تا ته سوال کوم چې د اخىتُفل مشوره په کم عقلتوب بدله کړه.“
کله چې ابىسلوم نذرانې پېش کولې نو هغۀ اخىتُفل جلونے هم راوغوښتو څوک چې د داؤد مشير وو، چې د خپل ښار جلوه نه راشى. د بادشاه خِلاف منصوبه مضبوطه شوه او د ابىسلوم کسان زياتېدل.
په هغه ورځو کښې به چې اخىتُفل کومه مشوره ورکوله نو هغه به داسې منلے شوه لکه چې دا بلکل د خُدائ پاک خبره وى، داؤد او ابىسلوم دواړو به منله.
ابىسلوم او ټولو بنى اِسرائيلو ووئيل، ”د حوسى مشوره د اخىتُفل د مشورې نه ښۀ ده.“ مالِک خُدائ دا فېصله کړې وه چې د اخىتُفل ښۀ مشوره به نۀ شى منلے، نو داسې هغه به په ابىسلوم باندې تباهى راولى.
کله چې اخىتُفل ته پته ولګېده چې د هغۀ په مشوره عمل نۀ دے شوے، نو هغۀ خپل خر کته کړو او خپل ښار ته واپس لاړو. کله چې هغۀ خپلې ټولې معاملې هوارې کړې نو هغۀ خپل ځان پهانسى کړو او مړ شو. هغه د خپل خاندان په اديره کښې ښخ شو.
ابىسلوم ووئيل، ”اوس حوسى راوغواړه او چې هغه څۀ وائى نو هغۀ ته به غوږ ونيسو.“
حوسى ورته ووئيل، ”دې ځل چې اخىتُفل کومه مشوره درکړې ده هغه ښۀ نۀ ده.
هغه د چالاکو منصوبې ګډې وډې کړى، نو داسې د هغوئ په لاس کښې هيڅ کاميابى نۀ راځى.
د نفرتونو ګېره يې زما نه راتاو کړې ده، دوئ هيڅ بېهيڅه په ما حمله کړې ده.
اے مالِکه خُدايه څومره ډېر دى دشمنان زما، څومره ډېر راپاڅېدلى دى خلاف زما.
تر دې چې زما نزدې دوست په چا باندې چې ما پوره يقين کولو، نو هغه چا چې روټۍ به يې ما سره خوړه هغه هم زما خلاف شولو،
د حمله کوونکو خلاف يې شپه او ورځ د دېوالونو نه ګشت کيږى، خو حقيقى خطره هغه بدعملى ده کومه چې په ښار کښې دننه کيږى.
کۀ چرې دشمن کوله بېعزتى زما، نو دا به برداشت کړے وے ما، کۀ دشمن چرې پخپله راپاڅېدلے وے په خلاف زما، نو خپل ځان د هغوئ نه به پټ کړے وے ما.
مِصريان به حوصله بائيلى او زۀ به د هغوئ منصوبې ګډې وډې کړم. هغوئ به د بُتانو، د مړو د روحونو والا نه او فالګرو نه مشورې اخلى.
زۀ د دروغو نبوت کوونکى دروغژن ثابتوم، او د فالګرو نه کم عقلان جوړوم. زۀ د هوښيارانو خلقو خبرې غلطى ثابتوم او د هغوئ حِکمت په کم عقلتوب بدلوم.
زۀ ستاسو ټولو په حقله نۀ وايم، څوک چې ما غوره کړى دى هغوئ زۀ پېژنم. خو چې د صحيفې دا خبره پوره شى چې، ”نو هغه چا چې روټۍ به يې ما سره خوړه هم هغه زما خلاف شولو.“
هغوئ چرته دى چې هوښيار دى؟ عالمان چرته دى؟ د دې زمانې تکړه بحث کوونکى چرته دى؟ ولې خُدائ پاک د دُنيا حِکمت ته بېوقوفى نۀ ده وئيلې؟
دا هغه حکمت نۀ دے کوم چې د آسمان نه راځى بلکې دُنياوى، نفسانى او شېطانى دے.