29 نو صدوق او ابياتار د لوظ صندوق واپس يروشلم ته يوړو او هلته ايسار شول.
زۀ به په صحرا کښې د سيند د ګودر په غاړه انتظار کوم تر دې پورې چې ستاسو نه خبر راورسيږى.“
داؤد په ژړا ژړا د زيتُونو غرۀ ته وختلو، څپلۍ د هغۀ په پښو نۀ وې او د خفګان نه يې خپل سر پټ کړے وو. چې په هغۀ پسې څوک راروان وُو نو هغوئ هم سرونه پټ کړى وُو او ژړل يې.
بنى اِسرائيلو چې څۀ وئيل نو هغه خبر داؤد بادشاه ته ورسېدو. نو هغۀ صدوق او ابياتار اِمامان ولېږل چې د يهوداه د مشرانو نه تپوس وکړى، ”تاسو دې ولې هغه آخرى قبيله يئ چې د داؤد بادشاه محل ته د واپس راوستلو خيال لرئ؟
هغه د خُدائ پاک کور ته ننوتو کله چې ابياتار مشر اِمام وو او پېش کړے شوې روټۍ يې وخوړه اګر چې هغه په دۀ او د دۀ په ملګرو ناروا وه او صرف اِمامانو ته روا وه. او هغۀ څۀ خپلو دوستانو ته هم ورکړه.“