28 زۀ به په صحرا کښې د سيند د ګودر په غاړه انتظار کوم تر دې پورې چې ستاسو نه خبر راورسيږى.“
چې کله د داؤد ټول کسان لاړل نو خلقو په چغو چغو وژړل. بادشاه د قِدرون ولې نه واوړېدو، چې خپل سړى ورپسې وُو او هغوئ په يو ځائ د صحرا طرف ته لاړل.
نو صدوق او ابياتار د لوظ صندوق واپس يروشلم ته يوړو او هلته ايسار شول.
داؤد بادشاه ترې نه تپوس وکړو، ”تۀ په دې ټولو څيزونو باندې څۀ کوې؟“ ضيبا ورته ووئيل، ”بادشاه سلامت، خرۀ ستا د خاندان د سورلۍ دپاره دى، روټۍ او مېوې د دې سړو د خوراک دپاره دى او مے د دوئ د څښلو دپاره دى چې کله دوئ په صحرا کښې ستړى وى.“
د هغې ډېر وخت نۀ وو شوے چې اخىتُفل ابىسلوم ته ووئيل، ”ما پرېږده چې دولس زره سړى خوښ کړم او نن شپه زۀ په داؤد پسې روان شم.
حوسى دا هم ووئيل، ”زر شئ، داؤد له پېغام ولېږئ چې د سيند سره هغه ځائ کښې شپه تېره نۀ کړى چرته چې اوبۀ کمې دى او خلق په کښې اوړى راوړى او د اُردن سيند نه دې سمدستى پورې وځى او صحرا ته دې لاړ شى، نو هغه او د هغۀ سړى به نۀ ګېريږى او نۀ به مرى.“
کله چې بنى اِسرائيلو د يريحو سره نزدې د جِلجال په مېدان باندې خېمې ولګولې نو هغوئ د هغې مياشتې د څوارلسمې ورځې په ماښام د فسحې اختر وکړو.