Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم سموئيل 15:27 - Pakistani Yousafzai Pashto

27 نو هغۀ صدوق ته داسې وئيل، ”ګوره، خپل زوئ اخيمعض او د ابياتار زوئ يونتن د ځان سره کړه او په خېر سره واپس ښار ته لاړ شئ.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم سموئيل 15:27
11 Iomraidhean Croise  

خو تۀ ما سره دا ښۀ کولے شې چې ښار ته واپس شې او ابى‌سلوم ته ووائې چې تۀ به اوس په وفادارۍ سره د هغۀ خِدمت کوې لکه څنګه چې دې د هغۀ د پلار خِدمت کړے وو. او د اخى‌تُفل د مشورې ډېر مخالفت کوه.


د هغوئ زامن اخيمعض او يونتن د هغوئ سره دى، هغوئ د هغه ټولو معلوماتو سره ما له راولېږه چې تا راجمع کړى وى.“


د ابياتار زوئ يونتن او د صدوق زوئ اخيمعض د عين‌راجل د چينې سره اِنتظار کولو، چې د يروشلم په بهرنۍ غاړه باندې وه، ځکه چې هغوئ دا جرأت نۀ شو کولے چې ښار ته د ننوتلو په وخت وليدے شى. يوه نوکره ښځه به هر وخت تلله او چې څۀ کېدل نو هغوئ ته به يې ووئيل او بيا به هغوئ تلل او داؤد بادشاه ته به يې وئيل.


بيا د صدوق زوئ اخيمعض يوآب ته ووئيل، ”ما پرېږده چې د دې زېرى سره بادشاه له ورمنډه کړم چې مالِک خُدائ هغه د خپلو دشمنانو نه بچ کړے دے.“


د مالِک خُدائ کلام په جاد نازل شو چې داؤد ته پېشګوئې ورکوونکے وو، ”لاړ شه او داؤد ته ووايه چې زۀ هغۀ له درې خوښې ورکوم او هغه دې په هغه درېو سزاګانو کښې يوه خوښه کړى نو زۀ به هم هغه شان وکړم.“ په ورپسې سحر د داؤد د پاڅېدو نه پس،


هغۀ لا خبره ختمه کړې نۀ وه چې د ابياتار اِمام زوئ يونتن راورسېدو. ادونياه ورته ووئيل، ”دننه راشه، ستا په شان ښۀ سړے به خامخا يو ښۀ زېرے راوړى.“


اخيمعض، چا چې د سليمان يوه بله لور باسمت وادۀ کړې وه، د نفتالى علاقې،


خُدائ پاک د خپلې وعدې په مطابق هيمان د بادشاه پېغمبر له دا څوارلس زامن او درې لوڼه د دې دپاره ورکړې وې چې هيمان عزتمند شى.


نوکر ورته ووئيل، ”ګوره، په دې ښار کښې د خُدائ پاک يو خِدمتګار دے چې ډېر زيات عزتمند دے ځکه چې هغه څۀ هم وائى نو هغه رښتيا کيږى. راځئ چې هغۀ له ورشو، کېدے شى چې هغه مونږ ته ووائى چې مونږ خرونه چرته موندلے شُو.“


ساؤل ورته ووئيل، ”ټيک ده، راځه چې ځُو.“ نو هغوئ هغه ښار ته لاړل چرته چې د خُدائ پاک خِدمتګار اوسېدو. کله چې هغوئ هغه ښار ته په غرۀ باندې ختل، نو هغوئ د يو څو ښځو سره مِلاو شول چې هغوئ اوبو وړلو له راروانې وې. هغوئ د دې ښځو نه تپوس وکړو، ”په ښار کښې يو پېشګوئې ورکوونکے شته؟“ په هغه وخت کښې به يو پېغمبر پېشګوئې ورکوونکے بللے شو، نو چې کله به هم چا د خُدائ پاک نه د څۀ تپوس کولو، نو هغۀ به وئيل، ”ځه چې پېشګوئې ورکوونکى له لاړ شُو.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan