دوېم سموئيل 15:25 - Pakistani Yousafzai Pashto25 بيا بادشاه صدوق ته وفرمائيل، ”د لوظ صندوق واپس ښار ته يوسه. کۀ زۀ د مالِک خُدائ په نظر کښې ښۀ ښکارم، نو يوه ورځ به مې هغه واپس دې صندوق او د هغه ځائ ليدو له راولى چرته چې دا پروت دے. Faic an caibideil |
نو اوس دا ټولې خبرې د هغوئ خلاف بيان کړه او هغوئ ته ووايه چې، مالِک خُدائ به د آسمان د اوچتو او مقدسو ځايونو نه لکه د ازمرى په شان وغړمبيږى او هغه به د خپل وطن خلاف زورَور آوازونه وکړى. او هغه به داسې په تېزه آوازونه وکړى لکه څنګه چې د انګورو نچوړونکى په هغه وخت کښې شور کوى. او هغه به د هغوئ ټولو خلاف په زوره چغې ووهى څوک چې په دُنيا کښې اوسيږى.