24 صدوق اِمام هلته وو او ليويانو د هغۀ سره د لوظ صندوق روان کړے وو. هغوئ دا کېښودو او بيا يې تر هغې پورې اوچت نۀ کړو چې ټول خلق د ښار نه تلى نۀ وُو. ابياتار اِمام هم هلته وو.
نو هغۀ صدوق ته داسې وئيل، ”ګوره، خپل زوئ اخيمعض او د ابياتار زوئ يونتن د ځان سره کړه او په خېر سره واپس ښار ته لاړ شئ.
صدوق او ابياتار اِمامان به هلته وى، چې تۀ د بادشاه په محل کښې څۀ هم اورې نو هغوئ ته وايه.
سِوا د دربار منشى وو، صدوق او ابياتار اِمامان وُو،
کومو سړو چې د لوظ صندوق وړلو هغه يو شپږ قدمه تلى وُو، داؤد هغوئ ودرول او په دې دوران کښې هغۀ مالِک خُدائ ته د يو غوَيى او د يو څورب سخى قربانى پېش کړه.
د اخيطوب زوئ صدوق او د ابياتار زوئ اخيمُلک اِمامان وُو، شراياه د عدالت منشى وو،
خو صدوق اِمام، د يهويدع زوئ بناياه، ناتن پېغمبر، سِمعى، ريعى او د داؤد محافظان د ادونياه په طرف نۀ وُو.
بيا سليمان ابياتار اِمام ته وفرمائيل، ”تۀ په عنتوت کښې خپل مُلک ته لاړ شه. تۀ د مرګ حقدار يې، خو زۀ به تا اوس نۀ وژنم، ځکه چې تۀ کله زما د پلار داؤد سره وې نو د مالِک خُدائ د لوظ صندوق ذمه وار وې او تۀ د هغۀ سره په ټولو تکليفونو کښې شريک وې.“
نو بادشاه د يوآب په ځائ بناياه د فوج مشر جوړ کړو او صدوق اِمام يې د ابياتار په ځائ مشر جوړ کړو.
بيا هغۀ وفرمائيل، ”صِرف ليويان به د لوظ صندوق وړى، ځکه چې هغوئ هغه څوک دى چې مالِک خُدائ د دې د وړلو دپاره خوښ کړى دى او چې د همېشه دپاره د هغۀ خِدمت کوى.“
دا به د مقدسو اِمامانو، د صدوقيانو دپاره وى، څوک چې زما په خِدمت کولو کښې وفادار وُو او بېلارې نۀ شول څنګه چې ليويان شول کله چې بنى اِسرائيل بېلارې شول.
کله چې د خېمو د وړلو وخت راشى او هارون او د هغۀ زامن دا او د دې ټول سامان راونغاړى نو قُهاتيان به د مقدس سامان وړلو دپاره راشى. قُهاتيان به مقدس سامان له ګوتې نۀ وروړى، ګنې مړۀ به شى. دا هغه څيزونه دى چې د هغې د وړلو ذمه وارى د قُهاتيانو ده، په کوم وخت کښې چې مالِک خُدائ د حضور خېمه وړلے شى.
خو قُهاتيانو له يې ګاډۍ يا غوَيان ورنۀ کړل، ځکه چې هغوئ د کومو مقدسو څيزونو ساتنه کوله هغه هغوئ په اوږو باندې وړلے شول.
او خلقو ته يې حُکم ورکولو، ”کله چې تاسو وګورئ چې اِمامان د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک د لوظ صندوق اوړى نو د خپل ځائ نه پاڅئ او هغوئ پسې ځئ.
بيا يشوَع اِمامانو ته وفرمائيل چې، ”د لوظ صندوق اوچت کړئ او دې سره د خلقو نه مخکښې ځئ.“ او څنګه چې هغۀ فرمائيلى وُو نو هغوئ هم هغه شان وکړل.
اووۀ اِمامان به د لوظ صندوق نه مخکښې روان شى چې د هر يو سره به يو يو بيګل وى. نو په اوومه ورځ به تۀ او ستا سپاهيان د ښار نه ګېرچاپېره اووۀ چکرې لګوئ او اِمامان بيګلى غږوى.
نو يشوَع د نون زوئ اِمامان راوغوښتل او ورته يې وفرمائيل، ”د لوظ صندوق واخلئ او په تاسو کښې دې اووۀ اِمامان د بيګلو سره مخکښې روان شى.“
خو د اخيمُلک يو زوئ ابياتار وتښتېدو، لاړو او د داؤد سره مِلاو شو.
د خُدائ پاک د لوظ صندوق قبضه کړے شو او د عيلى دواړه زامن، حُفنى او فينحاس ووژلے شول.