22 داؤد ورته وفرمائيل، ”ټيک ده، راځئ چې ځُو.“ نو اِتے د خپلو ټولو سړو او بال بچ سره لاړو.
خو اِتى ورته ووئيل، ”بادشاه سلامت، زۀ تا ته د مالِک خُدائ او ستا په سر قسم کوم چې تۀ چرته هم ځې نو زۀ به همېشه تا سره ځم، کۀ په دې کښې د مرګ خطره هم وى.“
چې کله د داؤد ټول کسان لاړل نو خلقو په چغو چغو وژړل. بادشاه د قِدرون ولې نه واوړېدو، چې خپل سړى ورپسې وُو او هغوئ په يو ځائ د صحرا طرف ته لاړل.