Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم سموئيل 15:21 - Pakistani Yousafzai Pashto

21 خو اِتى ورته ووئيل، ”بادشاه سلامت، زۀ تا ته د مالِک خُدائ او ستا په سر قسم کوم چې تۀ چرته هم ځې نو زۀ به همېشه تا سره ځم، کۀ په دې کښې د مرګ خطره هم وى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم سموئيل 15:21
15 Iomraidhean Croise  

داؤد ورته وفرمائيل، ”ټيک ده، راځئ چې ځُو.“ نو اِتے د خپلو ټولو سړو او بال بچ سره لاړو.


او په لار کښې الياس اليشع ته وفرمائيل، ”اوس دلته پاتې شه، مالِک خُدائ ما له حُکم راکړے دے چې بيت‌ايل ته لاړ شم.“ خو اليشع ورته وفرمائيل، ”زۀ د ژوندى مالِک خُدائ او تا سره په خپله وفادارۍ قسم کوم چې زۀ به تا نه لاړ نۀ شم.“ نو هغوئ بيت‌ايل ته روان وُو.


بيا الياس اليشع ته وفرمائيل، ”اوس تۀ دلته پاتې شه، مالِک خُدائ ما له حُکم راکړے دے چې يريحو ته لاړ شم.“ خو اليشع ورته وفرمائيل، ”زۀ د ژوندى مالِک خُدائ سره او تا سره په خپله وفادارۍ قسم کوم چې زۀ به ستا نه لاړ نۀ شم.“ نو هغوئ يريحو ته لاړل.


نو الياس اليشع ته وفرمائيل، ”دلته پاتې شه، مالِک خُدائ ما له حُکم راکړے دے چې د اُردن سيند ته لاړ شم.“ خو اليشع ورته وفرمائيل، ”زۀ د ژوندى مالِک خُدائ او ستا په سر قسم خورم چې زۀ به تا نه لاړ نۀ شم.“ نو هغوئ دواړه روان شول،


د هلک مور اليشع ته ووئيل، ”زما دې په ژوندى مالِک خُدائ او ستا په سر قسم وى چې زۀ به ستا نه بغېر لاړه نۀ شم.“ نو اليشع د هغې سره لاړو.


دوست په هر وخت کښې مينه کوى، او ورور هغه دے چې په مصيبت کښې په کار راشى.


ځينې دوستان يو بل ته کنده کنى، خو رښتينے دوست د خپل ورور نه هم وفادار وى.


کله چې هغه راورسېدو او د خُدائ پاک فضل يې وليدو هغه ډېر خوشحاله شو او هغوئ ټولو ته يې ډاډګيرنه ورکړه او ورته يې ووئيل چې مالِک سره په وفادارۍ او په پوره زړۀ ټينګ ودرېږئ.


خو پولوس جواب ورکړو، ”تاسو ولې ژاړئ او زما زړۀ ماتوئ؟ ځکه چې زۀ نۀ يواځې تړلو ته، بلکې دې ته هم تيار يم چې د مالِک عيسىٰ دپاره په يروشلم کښې شهيد شم.“


زۀ دا ستاسو د ملامتولو دپاره نۀ وايم ځکه چې ما تاسو ته اول هم وئيلى دى چې تاسو زمونږ په زړونو کښې داسې يئ چې کۀ مرګ وى او کۀ ژوند، مونږ تاسو سره يو ځائ يُو.


خو داؤد ورته وفرمائيل، ”ستا پلار ته پته ده چې زۀ ستا څومره خوښ يم او هغۀ دا فېصله کړې ده چې هغه څۀ کول غواړى نو د هغې نه به دې نۀ خبروى، ځکه چې تۀ به سخت خفه شې. زۀ په ژوندى مالِک خُدائ تا ته قسم کوم چې زۀ مرګِ حال يم.“


دا مالِک خُدائ وو چې هغۀ د بدل اخستلو نه او تۀ يې د خپلو دشمنانو د وژلو نه ساتلے يې. او اوس زۀ تا ته په ژوندى مالِک خُدائ قسم خورم چې ستا دشمنان او هر څوک چې تا ته نقصان رسوى هغوئ له به د نابال په شان سزا ورکړے شى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan