Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم سموئيل 15:20 - Pakistani Yousafzai Pashto

20 تۀ دلته ډېر لږ وخت اوسېدلے يې، نو زۀ تا د ځان سره ولې وګرځوم؟ ما ته په خپله هم دا پته نۀ لګى چې زۀ چرته روان يم. واپس لاړ شه او خپل وطندار د ځان سره بوځه. او مالِک خُدائ دې تا ته خپله مِهربانى او وفادارى وښائى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم سموئيل 15:20
17 Iomraidhean Croise  

هغۀ هلته يو څو سړى د دې پېغام سره ولېږل، ”مالِک خُدائ دې تا له برکت درکړى ځکه چې تا خپل بادشاه ته وفادارى ښودلې ده چې هغه دې ښخ کړے دے.


نو مالِک خُدائ دې په تا مِهربانه شى او تا ته دې خپله وفادارى وښائى. تا چې څۀ کړى دى نو د هغې په وجه به زۀ هم تا سره ښۀ سلوک وکړم.


د مالِک خُدائ ټولې لارې دى ډکې د وفا او د مينې، د هغه چا دپاره چې ساتى د هغۀ د لوظ ټولې غوښتنې.


تۀ د ټولو تکليفونو نه خبر يې زما، اوښکې دې يو لوښى کښې راغونډې کړې دى زما، ټول د غم حساب دې په خپل کِتاب کښې ليکلے زما.


هغه به زما د خلاصون دپاره د آسمان نه مدد راولېږى، او څوک چې ما ګېرول غواړى هغوئ به شرمنده کړى. خُدائ پاک دې ما ته خپله ابدى مينه او وفادارى وښائى.


ګرځى لکه سپى هسې خوراک پسې، پاتې چې شى اوږى، کوى سپى هسې غرار.


هغه دې د خُدائ پاک په حضور کښې د تل دپاره بادشاهى وکړى، هغۀ ته خپله مينه او وفا وروښايه چې دے حفاظت وکړى.


نو دغه شان به ټول عمر ستا د نوم ثناء صِفت کوم، چې ما څنګه وعدې درسره کړى دى هغه روزانه پوره کوم.


ابدى مينه او وفادارى به دواړه خپلو کښې ترغاړه شى، سلامتى او صداقت به يو بل ښُکلوى.


صداقت او عدالت ستا د تخت بنياد دے. مينه او وفادارى ستا د وړاندې دى.


کۀ څوک بدې ارادې لرى، هغه به ګمراه شى، کۀ څوک نېکې ارادې لرى، هغه به مينه او وفا ومومى.


هيڅکله مينه او وفادارى د خپل ځان نه مۀ لرې کوه. دوئ د خپلې غاړې هار کړه او د خپل زړۀ په تخته باندې يې وليکه.


خلق به د يو سمندر نه بل سمندر پورې او د شمال نه تر مشرق پورې ګرځى، چې د مالِک خُدائ کلام ولټوى، خو دوئ به يې پېدا نۀ کړى.


ځکه چې شريعت د موسىٰ په وسيله ورکړے شو خو فضل او حقيقت د عيسىٰ مسيح په وسيله راغلل.


نو داؤد او د هغۀ سړى چې تقريباً ټول شپږ سوه وُو د قعيلې نه سمدستى لاړل او د يو ځائ نه بل ځائ ته تلل. کله چې ساؤل خبر شو چې داؤد د قعيلې نه تښتېدلے دے، نو هغۀ خپله منصوبه پرېښوده.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan